وروسته له هغې چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې زلزلې د کونړ په ځانګړي ډول د څوکۍ ولسوالي سخته زیانمنه کړه، اوس یوشمېر زلزلهځپلې کورنۍ وایي، نور نشي کولای په خېمو کې ژوند ته دوام ورکړي او غواړي خپلو کورونو ته ستنې شي.
دوی وايي، سره له دې چې له حکومت او مرستندویه بنسټونو یې مرسته ترلاسه کړې، خو د خپلو ویجاړو شویو کورونو له امله اندېښمن دي او له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دوی د بېرته ستنېدو او خوندي ژوند شرایط برابر کړي.
سمیعالله چې د دغې ولسوالي اوسېدونکی دی، وایي، خلک تر هر څه زیات ارامښت او ډاډ ته اړتیا لري. «خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، لا هم د زلزلې په شاک کې دي. ماشومانو ته رواني زیان رسېدلی. موږ له حکومته او ادارو غواړو چې په یوه امنه او هواره سیمه کې د زلزلهځپلو لپاره کورونه جوړ کړي.»
په همدې حال کې، د څوکۍ ولسوال محمد ابراهیم ثاقب وایي، د زلزلهځپلو لپاره ډېرې مرستې وېشل شوي او دا بهیر لا هم دوام لري. د هغه په وینا، ډېرې کورنۍ خپلو کلیو ته بېرته ستنې شوي، خو ځینې لا هم په کمپونو کې پاتې دي.

هغه زیاتوي: «د خلکو اصلي اندېښنه د ویجاړو شویو کورونو بیا جوړول دي. ځینو بنسټونو د کورونو د بیا رغونې ژمنې هم کړې دي. موږ له داخلي او بهرنیو ادارو غواړو چې د استوګنیزو کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي، ترڅو خلک خپلو کلیو ته بېرته ستانه شي.»
د څوکۍ ولسوالي اوسېدونکي داسې مهال خپلو کورونو ته د بېرته تګ غوښتنه کوي چې د کونړ ډېری سیمو کې اوس هم وخت ناوخته زلزله کېږي.
نږدې یوه میاشت وړاندې د کونړ په یوشمېر ولسوالیو چې نورګل، چپه دره، وټه پوره، څوکۍ او پیچ درې پهکې شاملې دي، زورورې زلزلې وشوې. دا زلزلې دومره زورورې وې چې له امله یې ۲،۲۰۵ کسان مړه او۳،۶۴۰ ټپیان شول او همداشان زرګونه کورنۍ بېځایه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زلزلې له امله نه یوازې کورونه ویجاړ شول، بلکې روغتیايي مرکزونه، د څښاک پاکې اوبه، او د حفظالصحې اساسي اسانتیاوې هم له منځه ولاړې. دا وضعیت د دې لامل شوی چې اوس مهال د زلزلهځپلو خلکو ترمنځ روغتیايي ستونزې او ساري ناروغۍ هم خپرې شي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسوولان ختیځ کې د زلزلې زیانمنو ستونزې تاییدوي او وایي چې دوی په لومړي ګام کې موقتي سرپناه جوړولو ته لومړیتوب ورکړی. دغه اداره هڅه کوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د مرستندویه بنسټونو په همغږۍ د زیانمنو لپاره دایمي سرپناوې جوړې کړي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې اسلامي ریلیف سازمان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونکې زلزلې له امله شاوخوا ۹۰ سلنه ژغورل شوي کسان لا هم مناسبه سرپناه نه لري.
دغه سازمان په تازه راپور کې وایي چې د ژمي په نږدې کېدو او سړې هوا په رارسېدو سره، له زلزلې ژغورل شویو کسانو ژوند په خطر کې دی.
اخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږونکي دفتر (اوچا) ویلي چې د کونړ زیانمنې کورنۍ د سړې هوا په مقابل کې سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


