د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون د یکشنبې په ورځ د «شنې‌لارې» تر نوم لاندې کابل کې پرانیستل شو.

د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مشره، فریبا نوري وايي چې دغه نندارتون کې شاوخوا ۶۰ ښځینه متشبثینو خپل محصولات په ۳۰ میزونو کې نندارې ته ایښي دي.

د اغلې نوري په ​​وينا، دغه نندارتون د ښځينه متشبثينو د ملاتړ په موخه او د ګډونوالو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

«دې نندارتون کې ۶۰ ښځو ګډون کړی. دغه نندارتون د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د کاري فعالیتونو یوه برخه ده، تر څو ښځې وکولای شي یو منظم سوداګریز جوړښت رامنځته کړي. دغه نندارتون د ښځو د خپل مالي ملاتړ له لارې جوړ شوی.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بشري منابعو امره، تهمینه منګل وايي چې دغه نندارتون کې د بغلان، پروان، بدخشان، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو سوداګرو ښځو ګډون کړی.

« دغه نندارتون مو په ښه نیت جوړ کړی، تر څو د سوداګرو ښځو ترڅنګ ودرېږو او ګډ فعالیت ولرو. ښځو خپل بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. د بغلان، پروان، بدخشان، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو ښځینه متشبثې ګډون لري، تر څو له دې لارې له نورو سوداګرو ښځو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، یو شمېر سوداګرې ښځې د دغه نندارتون جوړېدل د خپلو تولیداتو د معرفي او ودې لپاره مهم بولي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکې برېښنا چې دې وروستیو کې له پاکستانه راستنه شوې او د دغه نندارتون له ګډونوالو څخه ده له ښځو غواړي چې له نندارتون لیدنه وکړي او له ښځینه متشبثینو ملاتړ وکړي.

«ګنډ افغاني جامې مې نندارې ته ايښې دي، له خلکو مې غوښتنه دا ده چې دلته راشي، له ملي محصولاتو لیدنه وکړي او ملاتړ ترې وکړي.»

د نندارتون یوه بله ګډونواله زهرا محمدي هم وايي، که خلک یې وهڅوي او ملاتړ ترې وکړي، نو دوی کولای شي لا ښه کار وکړي او خپل هنر نورو ته وښيي.

«خپل نقاشي اثار مو نندارې ته ايښي، که خلک تشویق او ملاتړ وکړي، موږ کولی شو لا ښه کار وکړو او لا ډېره انګیزه ترلاسه کړو. د همدې لپاره مو ګډون کړی، تر څو زموږ هنر ولیدل شي.»

په دغه نندارتون کې د نارینه‌وو او ښځو لاسي ګنډل شوې جامې، زیورات، قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې، کلچې او ګنډ افغاني جامې نندارې ته ايښودل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام