یو شمېر افغان ښځې وايي، تېره اونۍ هېواد کې د انټرنټ بندېدو د دوی د کار، زدهکړو او ژوند پر وړاندې نوې ننګونې رامنځ ته کړې وې.
سلاموطندار په دغه راپور کې له ۱۰ ښځو سره خبرې کړي چې د انټرنټ بندېدو دغه ښځې بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګرۍ، زدهکړو او ټولنیز ژوند کې له ستونزو سره مخ کړي.
دغو ښځو له انټرنټ څخه د پېرېدونکو جذب، بازارموندنې، د ژبې زدهکړې او انلاین سوداګرۍ لپاره استفاده کوله چې بندېدو یې دوی ته اندېښنې رامنځ ته کړې وې.
د کاپیسا اوسېدونکې ۳۵ کلنه رابعه د ګنډلو کارخونه لري او په آنلاین بڼه یې خرڅلاو کاوه.
هغه وايي چې د انټرنټ او د اړیکو پرې کېدو یې خرڅلاو بند کړی او کاروبار یې له ننګونو سره مخ شوی.
«زه د ګنډلو یوه کارخونه لرم، خپله پهکې استاذه یم. دوه ورځې کېږي انټرنټ بند دی او موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. پرون زموږ اړیکې په هر ځای کې پرې شوې وې. موږ آنلاین پلور لرو او دا ټول له انټرنټ سره تړلی دی؛ زموږ بازارموندنه او پلور ټول پر انټرنټ ولاړ دی. سل په سلو کې یې زموږ پر عوایدو او د کارخونې پر فعالیت منفي اغېز کړی.»
له پروان څخه ۲۵کلنه مریم عثماني چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي او په انلاین بڼه سفارشونه ترلاسه کوي، د انټرنټ بندېدل سل کاله مخکې ته ورګرځېدل بولي او په دې اړه د اندېښنې په ښوولو سره وايي:
«موږ په انلاین بڼه درسونه لولو. تقریباً سل په سلو کې یې اغېز کړی؛ ځکه ټول فرمایشونه مو انلاین دي، خو موږ خبر نهیو چې نمایندګیو مو توکي تسلیم کړي کهنه. موږ نشو کولی نوي فرمایشونه واخلو، هر څه درېدلي وو، ځکه انټرنټ بند شوی. دا وضعیت ډېر منفي اغېز لري. سل په سلو کې اغېز لري، اوس داسې ښکاري لکه چې سل کاله شاته تللي وو، هېڅوک د هېچا حاله نه وو خبر.»
یوشمېر هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې دي او د حضوري زدهکړو پر ځای یې انلاین زدهکړو ته مخه کړې وايي چې د انټرنټ د پرې کېدو له امله یې انلاین ټولګیو کې ګډون هم بند شوی.
صنم سلطاني چې د کابل اوسېدونکې ده او د زدهکړو صنفونو لپاره یې له انټرنټ څخه کار اخیسته، داسې وايي:
«موږ د خپلو انلاین درسونو لپاره انټرنټ کاروو، خو انټرنټ پرې شوی، همدارنګه آنلاین خریداري هم کوو؛ خو انټرنټ بند دی او له ډېرو ستونزو سره مخ یو. زموږ غوښتنه داده چې سیمکارټونه فعال کړل شي.»
دغه ښځې وايي چې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو د پرې کېدو له امله نه شي کولی له خپلو کورنیو غړو سره اړیکه ونیسي.
نرګس چې ۲۱ کاله عمر لري او د پروان اوسېدونکې ده، د یوه نندارتون لپاره له پروانه کابل ته راغلې.
هغه وایي چې د انټرنټ د بندېدو له امله د خپلې کورنۍ پر وضعیت اندېښمنه ده.
«زما کور په پروان کې دی؛ کابل ته د نندارتون لپاره راغلې یم. زما پلار ډېر اندېښمن دی، په دې څو ورځو کې هغوی هڅه کوي له ما سره اړیکه ونیسي؛ خو نه زه کولی شم زنګ ووهم او نه هغوی. طبیعي ده چې اندېښمن شوي. زما پلار ناروغ دی، لوړ فشار لري. دا وضعیت ډېرې ستونزې راولاړې کړي او ډېر یې اغېز کړی. مثلاً زه د انګلیسي ژبې او پښتو انلاین درسونه لولم، خو له هغه وخته چې انټرنټ بند شوی، بېکاره یم.»
له سمنګان څخه ۱۹کلنه پري هم وايي: «اوس چې انټرنټ پرې شوی، زیان یې اړولی. نن مې مور وویل چې انټرنټ بند دي، لاره لرې ده او اندېښمن وو؛ یانې ویل یې موږ نه شو کولی اړیکه ونیسو. هر څه چې وي، اوسنی وضعیت خراب دی او کورنۍ مو اندېښنه کوي.»
دې سره، د ښځو حقونو یو شمېر فعالان د دوو ورځو لپاره د انټرنټ او د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، دغه کار د آنلاین زدهکړو او سوداګرۍ پروسه ټکنۍ کړې د ښځو پر ټولنیز ژوند یې اغېزې کړي.
په اړه یې د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «د انټرنټ پرې کېدل د ټولو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره پراخې اندېښنې رامنځته کړي. ښځې له آنلاین زدهکړو، کاري فرصتونو، مالوماتو ته له لاسرسي او نړۍ سره له اړیکو او امکاناتو محرومېږي. دغه محدودیت نه یوازې د هغوی علمي او اقتصادي پرمختګ مخه نیسي، بلکې د ځوان نسل هیلې او هڅې هم کمزوري کوي. انټرنټ نن د ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه دی او د دې نشتوالی د ډېرو خلکو راتلونکې په جدي خطر کې اچوي.»
په دې اړه ارواهپووه لیلا عزیزي وايي: «د انټرنټ اوږدمهاله پرې کېدل د ښځو په رواني روغتیا ناوړه اغېزه کوي او هغوی له ټولنیزې انزوا سره مخ کوي. که دا حالت بیا تکرار شي، ښځې پوهېږي چې باید وضعیت ومني، کورنۍ او ملګرو سره د مخامخ لیدنو منظم مهالویش لپاره ولري، په ټولنیزو اړیکو تمرکز وکړي او هڅه وکړي نوي مهارتونه زدهکړي، لکه نقاشي او لیکل.»
خو له دې ټولو سره سره، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې انټرنټ ته نهلاسرسی د اقتصادي فعالیتونو ټکني کېدو لامل کیږي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد احمدولي سازش په دې اړه وايي: «د دوه ورځني انټرنټ پرې کېدو پر خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو ډېرې منفي اغېزې درلودې؛ د ډېرو بنسټونو او آنلاین او غیرآنلاین سوداګریو اقتصادي فعالیتونه یې په بشپړه توګه بندل کړل. که انټرنټ شتون ونهلري، ښځې کولی شي له حضوري یا د بازارموندنې له لارو ګټه واخلي. د عامه اړیکو، ژورنالیزم، ټکنالوژۍ او فنآورۍ کارپوهان باید د انټرنټ د نشتوالي په صورت کې خلکو او حکومت ته حل لارې وړاندیز کړي.»
د انټرنټ بیا ځلې بندېدو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي چې ګڼ شمېر هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې شوي، د انټرنېټ له لارې زدهکړې کوي.
د دې ترڅنګ، سوداګرې ښځې د انلاین بازارموندنې له لارې خپلې چارې پر مخ وړي؛ هغه برخه چې تر ډېره په کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیت نه دی لګول شوی.


