ټاکل شوې د ترکیې یو لوړ پوړوی پلاوی د دې اوونۍ په جریان کې پاکستان ته لاړ شي چې موخه یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ناکامو خبرو بیا بریاليکیدو ته د زمینې برابرول یاد شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې چې «یکشنبه، لړم ۱۸مه» خپور شوی، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله لیکلي چې په دغه پلاوي کې به د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر شامل وي.
سرچینې زیاته کړې چې اردوغان دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې باکو ته د سفر پرمهال یې د پاکستان له لومړي وزیر شبهاز شریف سره لیدنه لرله.
ترکیه وايي، ټوله هڅه یې داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې حل او دایمي اوربند ته لاره پرانیزي. سیاسي او د نړیوالو چارو شنونکي د ترکیې هڅې له څو اړخونو مهمې ګڼي.
د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو څېړونکی عبدالناصر شفیق وايي، ترکیه هڅه کوي څو پاکستان د امریکا د هغو موخو په اړه پوهوي چې ترمنځني ختیځ وروسته غواړي په سیمه کې د خپل حضور لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د جنجالونو له لارې زمینه برابره کړي.
هغه وویل:«ترکیه شاید ددې مذاکراتو له لارې نه چې هلته که ورشي، ددغه موضوعات عمق به را وڅېړي او د هغې حقیقت نه به ځان خبر کړي چې پاکستان دا دې ټي ټي پي موضوع څنګه داسې کلکه را نېولې په داسې حال کې چې دا خو د طالبانو دویم ځل واکمنۍ نه لس کاله دمخه په پاکستان کې موجوده وه، اوسني حاکمیت سره نه ده راغلې. کوښښ به وکړي چې د دواړو ترمنځ سیاسي مذاکرات نور هم امتداد پیدا کړي…»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیاسي مسایلو شنونکی سیداکبرسیال بیا په دې نظر دی چې دغسې هئیتونه ممکن ژر د هوکړې ترسره کول ممکن نه کړي خو تمې شته چې زمینه ورته برابره کړي.
نوموړي وویل: «کوښښ پر دې دی څو وکولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا مشکلات په راتلونکي کې حل کړي ولې زما په نظر په دغه یو تګ او راتګ سره به مشکل حل نشي خو زمینه به دې ته برابره شي چې مشکلاتو ته حل لاره وموندل شي.»
د سیمهییزو مسایلو بل کارپوه ډاکټر عبدالصادق حمیدزوي وايي، ترکیه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اغېزمن هېواد په توګه ګڼل کیږي او په دې پوهیږي چې په سیمه کې ستونزې نور کړکېچونه را پیدا کولای شي، نو د همدې مسؤلیت له مخې هڅه کوي پاکستان دې ته اړ کړي چې خپلې غوښتنې د مفاهېمې او خبرو له لارې مطرح کړي.
هغه وویل: «په نړیوالو سټېجونو کې د ترکیې موقف داسې دی چې ډیری هېوادونه یې تر اغېز لاندې کېدلای شي. د پاکستان اوسني تعرضات او پروژه هم د منطقې لپاره بې ثباتي منځ ته راوړلی شي. نو د ترکیې مسؤلانه برخورد هم دده مسؤلیت ځکه چې داسې حرکات کولای شي سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړي او دا ډول مسؤلانه چلند دا امیدونه هم له ځانه سره لري چې د مسایلو لپاره یوه مناسبه د حل لاره راوباسي.»
له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ترکیې او قطر د منځګړیتوب پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې څو د هوکړې د څارنې لپاره یوه مېکانېزم جوړ شي.
خلیلزاد ویلي که څه هم دا کار اسان نه دی خو د سیمې د ثبات لپاره اړین دی.


