Asset 1SWN

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ د زرشويي ۱۷کارګر مړه او پنځه ټپیان شوي

۲

په تخار کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د زرشويي د کارګرو د موټر چپه‌کېدو له امله ۱۷ کارګر مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پېښه نن سهار چهارشنبه د کب ۲۴مه د یاد ولایت د چاه‌اب ولسوالي اړوند انجیر قشلاق کلي کې د یوې «ډاډسن» موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، مړه شوي او ټپیان د چاه‌اب د نورابه‌يي کان د زر‌ شويي کارګر وو چې د یاد کان پر لوري روان وو.

په ورته مهال د تخار امنیتي مسوولان هم پېښه تایید کړې ده. د یاد ولایت د امنیې قومنداني د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه کې لس کارګر مړه او اته ټپیان شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي، پېښه هغه مهال د انجیر ولسوالي چاه‌اب سیمه کې رامنځته شوې چې یاد ډاډسن موټر د زرشويي کارګرخپل کار ځای ته لېږدول.

د تخار د امنیې قومنداني د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر عبدالمبین ساپي په وینا، په ټپیانو کې د پنځو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او درې نور ټپیان برسېرن ټپیان شوي دي.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مسوولانو د یادو ټرافیکو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره نه بلدتیا یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام