د انارګل کلنۍ دوديزه مشاعره چې هر کال کندهار کې ترسره کیږي، سږ کال هم تېره ورځ (جمعه، جوزا ۳۰) د شعر، ادب او فرهنګ د مینه‌والو پر پاملرنه، د دغه ولایت په «عينو مېنه» کې جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونه شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د ادب مینه‌والو ګډون کړی وو.

ګډونوال وایي، سږنۍ مشاعره د ګډون له پلوه له تېرو کلونو خورا بډایه وه.

د مشاعرې اکثره شعرونه د سولې، امن، ورورولۍ او د هېواد د ښکلا ستاینې پر محور راڅرخېدل.

نوراحمد قرانمل چې یو وتلی شاعر او لیکوال دی وايي: «په دغسې فرهنګي غونډو کې ګډون د شاعر لپاره نه یوازې الهام بخښونکی دی، بلکې د یووالي، ورورولۍ او سولې پیغام هم لري.»

انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره کې شاعر نثاراحمد بختیال د خپلو احساساتو څرګندونه داسې وکړه: «د کندهار انارګل مشاعره یوه ښه پلمه ده، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه راغلي شاعران یو ځای شي، یو بل وپېژني، او له یو بل څخه الهام واخلي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مشاعرې ګډونوال زیاتوي چې دا ځل د شاعرانو ګډون، د نظمونو تنوع او د مشاعرې تنظیم خورا غوره او معیاري وو.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني د مشاعرې پر مهال ګډونوالو ته وویل:

«د اسلامي امارت مشرتابه هېواد کې له ادبي هڅو کلک ملاتړ کوي. د مشاعرو لپاره ځانګړی طرزالعمل جوړ شوی چې له مخې یې دا لومړنۍ مشاعره ده چې کندهار کې د طرزالعمل له مخې ترسره کیږي. دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د انارګل دودیزه مشاعره مو بیا راژوندۍ کړه.»

نوموړي زیاته کړه چې فرهنګي او ادبي فعالیتونه نه یوازې د ذهنونو د ودې سبب ګرځي، بلکې د ولسونو تر منځ د تفاهم او همغږۍ فضا پیاوړې کوي.

کندهار چې د انارو د ښه کیفیت له امله ځانګړی شهرت لري، هر کال پکې د انارګل مشاعره د انارو د ګلانو د غوړېدو پر مهال ترسره کیږي.

دا دود د کلتوري ارزښت ترڅنګ، د ادب یوه خوږه نښه هم ده چې د کلتور او طبیعت نښلونکې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام