د هند کرېکټ غوره لیګ «ایپياېل» سیالیو په لړ کې به نن دوه سیالي وشي چې لومړۍ لوبه کې به پنجاب کنګز له ډيلي کپېټلز او کلکته نایټراډرز به له سنرایزر حیدراباد سره لوبه وکړي.
ټاکل شوې چې د پنجاب کنګز او ډيلي کپېټلز سیالي نن شنبه د مارچ ۲۳مه له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د مولنپور په «مهاراجا یډافېنډرا سېنګ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ډیلي کپېټلز مخکینی لوبډلمشر ریشب پانټ چې ۲۰۲۲ کال کې یوې ټرافیکي پېښې کې سخت ټپي شوی، په لومړي ځل نن سیالي وکړي.
هغه به څه باندې ۱۴میاشتې وروسته نننۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې، ډیلي کپېتلز لوبډلمشري پر غاړه ولري.
دواړو لوبډلو د روان کال ایپياېل لیګ پړاو لپاره خپلې لوبډلې ته نوي لوبغاړي راوستي چې یادې سیالي به نورې هم په زړه پورې کړي. خو تېرو دوو پړاونو کې کپېټلز د پنجاب پر وړاندې پیاوړې راښکاره شوې.
دې لوبډلې له پنجاب سره په کړیو وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یوځل ماته خوړلې او پاتې لوبې یې ګټلې دي. د یاد لیګ دویمه سیالي کې به چې د ماښام پر ۶:۳۰ بجو پیل شي، کلکته نایټرایډرز به له سنرایزر حیدراباد سره ولوبېږي.
راشدخان د شل اووره سیالیو غوره توپاچوونکی شو
ګوجرات ټایټنز او چینای سوپر کنګز نن د ایپياېل لیګ پایلوبه کوي
لکناو او ممبی نن د ایپياېل لیګ الېمېنېټور لوبه کوي
دواړو لوبډلو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړي اخیستل شوي دي. رحمنالله ګربز او مجیبالرحمن کلکتې او فضلالحق فاروقي بیا حیدراباد لوبډلې ته لوبېږي.
دواړو لوبډلو د سږني ایپياېل لیګ تر ټولو په لوړه بیه لوبغاړي پېرلي چې د یاد لیګ د مخکیني پړاونو په لوړه بیه د لوبغاړو د پېر ریکارډونه یې مات کړي دي.
حیدراباد لوبډلې د دې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر پات کمېنس په ۲.۴۷میلیونه ډالر او کلکتې بیا مېچل سټارک بیا په ۲.۹۸ میلیونه ډالرو پېرلې دي. دا دواړه لوبغاړي د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبېږي.