د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې ګڼېګوڼې سړک ترڅنګ یوې درې پوړیزې ودانۍ کې میزونه او څوکۍ په منظم ډول تنظیم شوي.
زدهکونکي او زدهکړیالان یې شاوخوا ته ناست دي او مطالعه کوي.
دا هغه کتابتون دی چې د دنیا په نوم یادیږي او یوه ځوان د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ کړی.
د دنیا کتابتون مسوول جاوید عزیزي وايي چې دغه کتابتون یې یو کال وړاندې د مطالعې لپاره د یوه معیاري ځای د برابرولو او د مطالعې فرهنګ ته د ودې ورکولو په موخه جوړ کړی.
«ما هڅه وکړه چې یو ستندرد کتاب تون جوړ کړم، ترڅو زدهکوونکي او زدهکړیالان وکولی شي په کې مطالعه وکړي او له امکاناتو یې ګټه واخلي. نجونې یوه طبقه کې درس لولي او هلکان بل منزل کیږي.»
د دنیا په نوم دغه کتابتون هره ورځ ان د جمعې په ورځ هم د سهار له ۶:۳۰ د ماښام تر ۷ بجو د لوستونکو پرمخ خلاص وي.
ډېری کسان چې دلته راځي، زدهکوونکي او محصلان دي.
عزیزی وایي، هڅه یې کړې چې د مطالعې ټول لازم امکانات لوستونکو ته برابر کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«مطالعه کوونکي هم هلکان او هم نجونې دي، هره ورځ خپل نومونه ثبتوي. کوم کسان چې راځي میاشت کې ۲۵۰ افغانۍ ورکوي، خو ډېری چې پیسې نهشي ورکولی هغوی ته تخفیف لرو.»
د دنیا کتابتون مدیر وايي چې د لومړیو ورځو په پرتله دغه کتابتون کې د لوستونکو شمیر زیات شوی.
د دنیا کتابتون بنسټ ایښودونکی زیاتوي چې هره میاشت څه باندې ۲۰ زره افغانۍ د کتابتون د ځای کرايه ورکوي او یوه برخه عاید یې د انټرنیټ په اخیستو مصرفوي.
«خپله هم مطالعې سره ډېره مینه لرم او هره ورځ چې څومره وخت ولرم، بیا مطالعه کوم.»
عزیزي زیاتوي چې پلان لري د دنیا کتابتون پراخ کړي او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې وړې څانګې جوړې کړي؛ داسې کار چې ده ته د خوښۍ او ټولنه کې د موثریت احساس ورکوي.
«پرته له شکه د دغه ځان او پر هغو پروژو کار کول چې ځوانانو سره مرسته کوي، د خوښۍ او ارامۍ حس راکوي، غواړم دغې پروژې ته پراختیا ورکړم. ځکه دا له یوې خوا خلکو ته خدمت کول دي او له بل پلوه سوداګري. دلته کار کول ما هیله مند کوي.»
په داسې حال کې چې افغانستان کې د کتاب او مطالعې ارزښت له پامه غورځول شوی او د کتاب یو شمېر خپرندویه ټولنو د کتاب نه چاپیدو او نه پلورل کېدو له امله خپل فعالیتونه بند کړي، دغه برخه کې پانګونه د مطالعې فرهنګ د بنسټیز کېدو په لور یو مهم او ارزښتناک ګام شمېرل کیږي.


