د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، د اسراییلي رژیم ملاتړ کې پر یمن د امریکا له هوايي او توغندیزو بریدونو ۴۱ ورځې وروسته، پر دغه هېواد هوايي بمبار لا هم دوام لري.
د یمن المسیره شبکې نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د امریکا جنګي الوتکو تازه د دغه هېواد شمال ته صعده ښار کې پر «سهلین» سیمې ۶ ځلې بمبار کړی. یمني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر اسمان اوس هم جنګي الوتکې ګرځي.
راپور کې ویل شوي چې امریکا د پلازمینې صنعا ښار په «براش او نقم» سیمو هم ۹ ځلې بمباري کړې ده.
تراوسه د یمن پر بېلابېلو سیمو د امریکا دغو تازه هوايي بریدونو کې د مرګژوبلې شمېرې نهدي مشخصې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې تېره ورځ یمن کې د حوثي ډلې ویاند یحیی سرېع ویلي، د امریکايي ځواکونو اړوند بېپېلوټه الوتکه یې ویشتلې ده.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا اېمکیو-۹ ډرون الوتکې د یمن شماللوېدیځ حُجه ولایت کې برید کاوه چې د دوی له لوري لهمنځه وړل شوې ده.
یحیی سرېع وايي چې دا په روانه میاشت کې اوومه بېپېلوټه الوتکه ده چې د دوی له لوري لهمنځه وړل کېږي. پر غزې د اسراییلو برید راهیسې بیا حوثیانو تر دې مهاله ۲۲ ډرون الوتکې ویشتلې دي.
امریکا د مارچ میاشتې له پیل راهیسې تر دې مهاله یمن کې د حوثیانو پرضد ګڼ بریدونه کړي چې پرمهال یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
امریکا وايي، بریدونه یې، د حوثي ډلې پر مرکزونو او د یادې ډلې د کمزوري کولو لپاره دي، خو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ډېری دې بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.



