Asset 1SWN

د هغه ځوان کیسه چې د نورو د ژوند ښه‌والي لپاره هڅې کوي

IMG-20250422-WA0017-r4sonnhcwvbcgnpewiaxqb7nvggofpr9y2h1rdl4lk

«۱۳۶۶ کال کې کابل کې زېږېدلی یم او د لوګر اصلي اوسېدونکی یم. لومړنۍ زده‌کړې مې د کابل سید نور محمد شاه مېنې لېسې کې کړي. لیسانس مې د ایران پیام نور پوهنتون د ژبو څانګه کې او ماسټري مې هم ۱۴۰۲ کال کې همدغه پوهنتون کې کړې ده.»

کله چې امکانات برابر وي او ترڅنګ یې هڅه، هوښیارتیا او استقامت ولرئ، داسې شخصیت به در نه جوړ شي چې راتلونکې کې د هغو کورنیو ژوند ته چې له هیلو سره یې مخه ښه کړې، روښنايي راولئ.

د نوا موسسې مدیر محمد حامد فیضي چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې ټولنیزه برخه کې کار کوي وايي، له کوچنیوالي د خلکو له درد او رنځ سره بلد وو او له همدې امله یې کلکه اراده درلوده چې محرومو کورنیو او ځوانانو ته خدمت او ورسره مرسته وکړي.

ده وویل: «له ۲۰۰۶ کال راهیسې د افغانستان مختلفو ولایتونو کې مې له بېلا بېلو موسسو سره تعلیمي، ټولنیزو او نورو برخو کې دندې ترسره کړي او له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نوا موسسې په راس کې دنده ترسره کوم.»

حامد فیضي وايي، دې وروستیو کلونو کې یې چې کوم فعالیتونه لرلي‌، دې پایلې ته رسېدلی چې هر بریالیتوب د کوچنیو ګامونو په پورته کولو سره پیلیږي، له همدې امله دی توانېدلی په کلک هوډ او شپې او ورځو هڅو سره د نوا موسسې په راس کې د هېواد په ‍۱۰ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره ښوونیز، روغتیايي او ټولنیز پروګرامونه جوړ کړي.

«د نوا موسسه دامهال د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بېلابېلو ملاتړ کوونکو په ملاتړ کرنه کې د معیشت بدیل پروګرامونو له لارې ټولنیز، ښوونیز او روغتیايي پروګرامونه عملي کوي.»

دې سره، حامد ۲۰۲۳ میلادي کال کې پرېکړه نیسي چې خلکو سره د خواخوږۍ پروګرامونو ترڅنګ، سوداګرۍ ته هم مخه کړي او د مینځلو موادو یوه تولیدي کارخونه جوړوي.

دغه کارخونه کې شاوخوا ۱۰ ټولنه د ینځلو مواد او معدني اوبه تولیدیږي، ترڅو د هېوادوالو اړتیاووې پوره کړي.

حامد فیضي په دې اړه وايي: «دغه فابریکه له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې د ینځلو موادو ۱۰ ډوله او معدني اوبه تولیدیږي. له بده‌مرغه د ځینو ستونزو په دلیل د دغې فابریکې فعالیت د یو څه لپاره ځنډول شوی، خو مونږ هڅه کوو چې هر څه ژر یې بیرته فعاله کړو.»

د حامد فیضي داستان یوازې په نوا موسسې او تولیدي کارخونې پورې نه محدودیږي. هغه له سپورتي بنسټونو سره هم همکاري کوي، ترڅو ځوانان سپورتي فعالیتونو او سالمو سیالیو ته وهڅوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حامد فیضي په اند، روغ بدن، روغ فکر رامنځ ته کوي او په همدې توګه د افغانستان د المپیک ملي کمیټې او د فریزبي او اسکیت سپورت له فدراسیونونو سره همکاري کوي.

هغه په دې اړه وايي: «د ټولنیزو پروګرامونو او سپورت په برخه کې د افغانستان د المپیک کمیټې، د فوټبال ورزشي فدراسیون، او د فریزبي او اسکیت فدراسیون سره همکاري لرم.»

هغه همدارنګه وویل، ځوانان د هېواد د راتلونکې جوړونکي دي او که د ځوانانو پر وړتیاوو لوړولو تمرکز وشي، د افغانستان راتلونکې جوړولو لپاره به هڅه شوې وي. «د ځوانانو زده‌کړې او توان‌مندي، د هېواد راتلونکې لپاره تر ټولو ستره پانګونه ده.»

محمد حامد فیضي بریالیتوب ته د رسېدو په لاره کې له ګڼو سختیو او ننګونو سره مخ شوی، خو بیا یې هم ماته نه ده منلې.

هغه وايي، ستونزو د هغه شخصیت ته ځلا ورکړې او د لا ډېرو بریاوو لپاره یې د هغه ارادې غښتلې کړي، ترڅو ډېرې هڅې وکړي او د ځوانانو ترمنځ د هیلو څراغ ژوندی وساتي.

هغه پوهېږي چې یوازې یو کس نه دی، بلکې د هغو سلګونه زره ځوانانو استازی دی چې د غوره راتلونکې لپاره هیلې لري.

دې سره، د اقتصادي مسایلو کارپوهان په دې باور دي چې بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې د ځوانانو حضور د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي وویل: «کله چې یو ځوان کوچنۍ سوداګري پیلوي، دغه اقدام کولی شي د نورو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دی، دغه مسله ډېره اغېزمنه تمامیږي.»

محمد حامد فیضي نه یوازې یو نوم دی، بلکې د ټولنیزو ننګونو پر وړاندې د هڅو او هیلو ژوندی مثال دی. د هغه کیسه د هر هغه انسان داستان دی چې د نورو په ژوند کې د ښه‌والي په لټه کې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام