Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې

iran-696x342

د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې د دغه هېواد ولسمشري ته یوه نوماند هم ۵۰+۱ رایې نه‌دي ګټلي او ټاکنې به د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ دویم پړاو ته وغځېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اعلان شویو رایو پر بنسټ، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي په یادو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې خپلې کړي او دغه دوه نوماندان به د ټاکنو په دویم پړاو کې بیا سیالي کوي.

د شمېرل شویو رایو پر بنسټ، مسعود پزشکیان تر نورو نوماندانو ډېرې نږدې لس‌نیم میلیونه او ورپسې سعید جلیلي نږدې نهه‌نیم میلیونه رایې ګټلې او د ټاکنو په دویم پړاو کې به هم همدوی یو له بل سره سیالي کوي.

محمدباقر قالیباف بیا چې د اسلامي شورا رییس هم دی، په دغو ټاکنو کې څه باندې درې‌میلیونه او ۳۸ زره رایې او مصطفی‌پور محمدي هم تر ټولو کمې څه باندې دوه‌سوه زره رایې خپلې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د ایران په روانو ولسمشریزو ټاکنو کې له څلوېښت سلنه کمو کسانو ګډون کړی او دا د دغه هېواد د ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو کم شمېر ښودل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۲۵ کال کې وشي، خو د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له کبله چې دی او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په‌کې مړه شول، دا ټاکنې له وخته مخکې پلان شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام