د شپې یوه بجه ده؛ د کابل اوسیدونکی متین نوري له خوبه راپاڅېږي، خپل کاري جامې اغوندي او د یخ جوړونې فابریکې پر لور روانېږي.

د شپې په تیارو او چوپتیا کې، هغه د یخ درانه قالبونه یو په بل پسې موټر ته پورته کوي.

مخکې له دې چې هوا روښانه شي، متین د ښار سړکونو او کوڅو ته وځي، له یوې هټۍ څخه بلې ته ځي او د یخو ټوټې ویشي، ترڅو خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

«زما کار د شپې له یوې بجې شروع او د ورځې تر لسو بجو ختمېږي. شرکت په ورځ کې دوه زره ټوټې یخ تولیدوي، او موږ هر موټر له خپل وس او توان څخه پورته دوه سوه تر څلور سوه ټوټې باروو.»

متین د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی.

متین له خپل لږ ورځني عاید څخه چې د یخ پلورلو له لارې یې ترلاسه کوي، اړ دی چې په میاشت کې ۶۵۰۰ افغانۍ د خپلې کور کرایه هم ورکړي؛ او دغه دروند بار هره ورځ د هغه اندیښنې زیاتوي.

« څلور میاشتې کار کوم، او یوازې د اوړي په موسم کې. په ورځ کې دوه نیم سوه افغانۍ او په میاشت کې اووه نیم زره افغانۍ ترلاسه کوم. دا واقعا سخته ده. ډیرې ستونزې دي، که د کور اړیتاوې پوره کړو د کور کرایه پاتې کیږي او معاش مې کافي نه دی.»

د کور کرایې ورکول او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو توان نه‌درلودل، د متین د ورځنیو اندیښنو یوه برخه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وايي چې د کاري ستونزو ترڅنګ، ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه هم د ده پر عاید منفي اغېزه کوي.

«چیرته چې ګڼه ګوڼه وي، هلته لاره بندیږي موږ باید هټیو ته یخ ورسوو او دغه حالت زموږ وخت ضایع کوي. یخ ویلې کیږي. هغه یخ چې موږ ته ویشل کیږي او د ورځې په پای کې سره پاتې کیږي، شرکت بېرته نه اخلي او دا موږ ته ډېر تاوان رسوي.»

متین له څلورو کلونو راهیسې د اوړي په موسم کې دوکانونو ته یخ ویشي.

خو د اوړي په پایته رسیدو سره، د هغه کار هم پایته رسیږي او اړ دی چې د ځان لپاره بله دنده پیدا کړي.

« په ژمي کې هره دنده چې راته پیدا شي زه یې ترسره کوم که رستورانټ کې وي، د برقۍ په توګه یا هم نور. د کور کرایه او لګښتونه دي. ژوند رښتیا هم اسانه نه دی.»

په ورځ کې له ۹ ساعتونو څخه ډېر ولاړ پاتې‌کېدل او د یخ دروند بار وړلو متین ته د پښو درد پېښ کړی؛ خو د کم عاید له امله نشي کولی چې د درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي او مجبوره دی چې خپل درد وزغمي.

« پښې مې درد کوي، د درد ضد درمل مې خوړلي، خو فایده یې ونه کړه. بیا مې ډاکټر ته هم مراجعه نه ده کړې. پیسې وي چې ډاکټر لاړ شم ، نو زر افغانۍ سره خو نه کیږي.»

د مني موسم په رارسېدو سره د یخ پلورلو په دوکان کې د متین کار هم پایته رسیږي او هغه اړ دی چې تر راتلونکي اوړي پورې بل کار ومومي، ترڅو د شپې له‌ څو ګرمو ډوډیو سره کور ته ولاړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام