عبدالغفار یوازې درې میاشتې وړاندې له مخېښې او د کور وسایلو راټولولو لپاره له کوم فرصت پرته، په تشو لاسونو له پاکستانه اېستل شوی وو.
هغه د زرګونو نورو افغان کډوالو په څېر له پاکستانه تر اېستل کېدو وروسته د ژوند اسانتیاوو نهلرلو په دلیل اړ شو چې سمنګان کې د خپلوانو کور کې مېشت شي.
دی له خپلې مېرمنې، دوه کلن ماشوم او سپینسرې مور سره د سمنګان د حضرتسلطان ولسوالي یوه لرې پرته سیمه کې، په یوه خټین کور کې اوسېده؛ داسې کور چې ټیټ چت او درز شوي دیوالونه یې لرل.
عبدالغفار پاکستان کې د کډوالۍ سختۍ او د جبري اخراج درد لا نهوو هېر کړی چې د لړم میاشتې د ۱۲مې زلزلې یې د دوه کلن ماشوم ژوند واخیست او د کورنۍ نور غړي یې ټپیان کړل.
دی وايي، کله چې زلزله وشوه، د کور چت راونړېد او د کورنۍ ټول غړي یې تر خاورو لاندې بند پاتې وشول.
«هماغه شپه زه، مېرمن مې، ماشوم مې او سپینسرې مور مې، ټول تر خاورو لاندې پاتې شوو. خدای دې هغه شپه بیا هېڅکله تکرار نهکړي؛ ځکه موږ فکر کاوه چې ژوند مو پایته رسېدلی. د سیمې ټولو خلکو ته دې خدای اجر ورکړي چې زموږ د ژغورنې لپاره راغلل او هڅې یې وکړې. له شاوخوا یو نیم ساعت وروسته موږ وژغورل شوو او روغتون ته ولېږدول شوو، خو له بدهمرغه زما ماشوم هماغه ځای کې ژوند له لاسه ورکړی وو. زه او مور مې ټپیان شوي وو.»
عبدالغفار وايي، د زلزلې شپه ډېره غمانګېزه او له پاکستانه د جبري راستنېدو څخه هم سخته وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی زیاتوي: «زموږ دوه کلن ماشوم تر خاورو لاندې ژوند له لاسه ورکړ. زه، مور مې او مېرمن مې ټپیان شوو؛ خو اوس له درملنې وروسته لږ څه ښه شوي یو. کله چې مې ماشوم رایاد شي، د خلکو په وینا ان ډوډۍ نه شم خوړلی. که څه هم دا د خدای له لوري ازمایښت دی؛ خو بیا هم کله چې فکر پرې کوم، زړه مې ډېر خفه کېږي. زما مېرمن هم همداسې خپه ده. هره یوه ساعت وروسته، د خپل ماشوم په یاد ژاړي.»
د خپل لمسي له مړینې نږدې دوه میاشتې وروسته، د عبدالغفار مور، مهربانو لا هم ژاړي او د ژوند د سختیو او د سرپناه د نشتوالي په اړه شکایت کوي.
دا سپینسرې مېرمنه، د ژمي په سوړ موسم کې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د بشري مرستو په تمه ده.
«اوس زموږ هیله دا ده چې د اوسېدو لپاره یو کور پیدا کړو. شخصي ځمکه نهلرو چې کور او دهلیز په کې جوړ کړو. په دې سوړ ژمي کې موږ سون توکو ته اړتیا لرو، ځکه چې اوس هېڅ هم نهلرو چې کور مو ګرم شي. برښنا او خوراکي توکي هم نهلرو.»
دا یوازې عبدالغفار نه دی چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې زلزله یې د ماشوم ژوند واخیست؛ بلکې دغه ویجاړونکې پېښې نورو کورنیو ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د ځايي چارواکو د رسمي شمېرو پر بنسټ، د هېواد شمالي ولایتونو کې زلزلې ۲۶ کسان مړه او له زرو ډېر ټپیان کړي دي.


