بلخ ولایت کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ ترمنځ، یوه مور له اوښکو ډکو سترګو سره د خپلې لور د یوې نښې په لټه کې ده.
هغه وايي، د زلزلې پرمهال ونه توانېده خپله لس کلنه لور زینب، وژغوري.
زهرا هغه مور چې د زلزلې د تورې شپې له تېرېدو نږدې یوه میاشت وروسته لاهم د غم دروند بار پر اوږو وړي وايي، له هماغه وخته راهیسې ورته شپه او ورځ یو شان دي؛ دواړه تیاره او درانه.
زهرا په شمال کې د زلزلې ورځ د خپل ژوند تر ټولو ترخې شېبې بولي او وايي: «شپه ویده وم، ماشوم مې په غېږ کې و؛ د هغې پلار غږ وکړ چې راپاڅئ زلزله ده. کله چې راویښه شوم، ماشوم مې بهر راوایست او غوښتل مې بېرته ننوځم چې خپله لور راوباسم، تیاره وه؛ هغه مې هېره شوه. د دروازې تر څنګ ولاړه وم چې کور ونړېد وروسته پوهه نشوم چې څه وشول. شپه و ورځ مې یادیږي؛ د هغې څېره هېڅکله زما له ذهنه نه وځي.»
زهرا چې د څلورو ماشومانو مور ده زیاتوي چې د زینب مړینه یې پر زړه او روح ژور اغېز کړی؛ داسې زخم چې په اسانۍ سره به یې درملنه ونهشي.
هغې وویل: «هغې یوه ارامه او خاموشه نجلۍ وه؛ کله چې نیا یې ورته څه د خوړلو لپاره ورکول، هغه یې ساتل او ویل یې وروسته به یې وخوري. څو ورځې وړاندې پلار یې مڼه راوړه او ټولو ته دوه دوه دانې ورکړې؛ زینب یوه دانې وخوړه او بله یې په خپل بیک کې واچوله. مڼه مو د هغې له مړینې وروسته له خاورې لاندې راویستله او پلار ته مې وښودله. هماغه شپه چې شهیده شوه، هېڅ څه ونه خوړل او ویې ویل:«مورې، زما حق ورور ته مې ورکړئ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لس کلنې زینب تره، سید علي اکبر وايي چې د دغې کورنۍ څلور نور غړي د خپلو کورونو د نړېدو له امله سخت ټپیان شوي.
هغه وايي: «شپه ۱ بجې بهر راووتلو. ناڅاپه زلزله وشوه، په ۳۰ ثانیو کې زمونږ د کور شاته غر زموږ پر کور وښویید؛ څلور کسان تر خاورو لاندې پاتې وو، ټول څلور واړه مو راوویستل. خو زینب تر ځمکې لاندې پاتې شوه او شهیده شوه؛ پوځي ځواکونو راغلل او له څلورو ساعتونو وروسته یې راوویستله.»
لس کلنه زینب د بلخ د شولګرې ولسوالي د «سعیدهای ګله» کلي اوسېدونکې او د یوې بېوزلې کورنۍ لور وه.
د زینب تره، سید علي اکبر وايي، د ژمي په رارسېدو سره، د سرپناه نشتوالي د دوی ژوند لا ستونزمن کړی او دوی د خپل کور د بیارغونې توان نه لري.
هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کورونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
«موږ نور د یوه پاکټ دوا د اخیستلو توان هم نهلرو چې خپلو ټپیانو ته ورکړو. موږ څنګه دېوال جوړ کړو، خاوره ډېره ده؛ خو د کور بیارغونې لپاره لرګي پکار دي. موږ دومره وس نلرو چې لرګي او ګاډر واخلو، غریب خلک یو.»
د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲مه یوې مرګونې او ویجاړونکې زلزلې د هېواد شمالي سیمې، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول له زرو څخه ډیر ټپیان شول او زرګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شول.


