د لوړو زدهکړو وزارت نن کابل پوهنتون کې د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه درې ورځني کنفرانس پرانیست.
دغه کنفرانس کې د پوهنتونونو نصاب، د زدهکړې د کیفیت تضمین، علمي څېړنو، انلاین زدهکړو او د لوړو زدهکړو نظام د پیاوړتیا اړوند نورو مواردو په اړه د پوهنتون استادانو شاوخوا ۷۵ مقالې وړاندې کړې.
د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز د دغه کنفرانس د پرانېستې غونډې ته وویل: «د مقالو د راټولولو بهیر له څو میاشتو راهیسې روان و، موږ ته د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه نږدې ۷۵ مقالې را رسېدلې دي.»
د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه درې ورځني کنفرانس کې د اسلامي امارت مسوولانو ژمنه وکړه چې هېواد کې د لوړو زدهکړو پرمختګ ته ژمن دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل: «د علم ارزښت ته تاسو استادان ارزښت لرئ، باید هڅه وکړو چې پوهنتونونه له علمي، معنوي او ظاهري اړخه ښه شي. دې برخه کې موږ او تاسې باید خپلو مسوولیتونو ته متوجې واوسو.»
له دې سره هممهاله، د اسلامي امارت یوشمېر مسوولان د لوړو زدهکړو پر سېسټم نیوکه کوي او دې برخه کې د بیا ارزونې غوښتونکي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل چې له طب پوهنځي زدهکړیالان فارغ شوي، خو روغتون او ناروغان یې په سترګو نه دی لیدلی. د نوموړي په وینا، دا چاره خواشینونکې ده.
د اسلامي امارت مسوولان داسې مهال د لوړو زدهکړو نظام د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې کوي چې افغان نجونې تېر یونیم کال کې ښوونځیو او تېرو څو میاشتو راهیسې پوهنتونونو ته له تلو محرومې دي، کوم وضعیت چې د نړیوالې ټولنې سختې نیوکې یې راپورته کړي دي.
په ورته مهال د اسلامي امارت د چارو ادارې رییس نورالحق انور د تحصیلي نظام د پیاوړتیا درې ورځني کنفرانس کې ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت دې د نورو غوښتنو ته پام نه کوي.
هغه وویل: «موږ غواړو چې نړۍ سره ښه تعامل ولرو، خو تقلید نشو کولای. موږ فکري خپلواکي له لاسه نشو ورکولای او د هغوی د درواغو دعوو نه تېراېستل کېږو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې تېر یو نیم کال کې د اسلامي امارت لهخوا د لګول شویو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله ځینو خصوصي پوهنتونونو خپل فعالیونه هم ځنډولي دي.