Asset 1SWN

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ا.ا له استازي پرته په پاکستان کې جوړېږي

FB_IMG_1663184918607-720x470

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد به د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ا.ا دې غونډې ته نه‌دی ور بلل شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې له ‌مخې، په یاده غونډه کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر اقتصادي، سوداګریزو، د چاپېریال اړوند او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دې سرمشریزه به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه برخه ولري.

که څه هم افغانستان له سیاسي بدلونونو مخکې د دې غونډې څارونکی غړی و، خو دا پرله‌پسې درېیم کال دی چې ا.ا دې غونډه ته نه ور بلل کېږي.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان دا غونډه د سیمې او افغانستان لپاره مهمه بولي، خو زیاتوي چې د ا.ا د استازي نه وربلل به یې ارزښت کم کړي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «مخکې افغانستان د دغو غونډو څارونکی هېواد و، خو اوس ا.ا ورته نه غوښتل کېږي؛ نو ارزښت به یې راټیټ شي. که د ا.ا استازی په‌کې نه وي، د افغانستان اړوند مسایلو په اړه به څوک نه وي چې هلته خبرې وکړي او ځوابونه ووايي.»

د سیاسي چارو کارپوهان خلیل‌احمد نادم او برنا صالحي بیا وايي چې د روسیې، چین او هندوستان په څېر د سیمې مهم او ځواکمن هېوادونه د دغه سازمان غړي دي او له اقتصادي او امنیتي اړخه ډېر مهم دی. دوی ټینګار کوي چې ا.ا د خپل چلن په بدلولو سره کولای شي چې په ورته غونډو کې ګډون او استازولي وکړي.

د شانګهای همکاریو سازمان په دې غونډه کې به د چین، روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان یو څارونکی غړی دی؛ نو هیله لري چې په راتلونکي کې د دغه سازمان غونډو ته د افغانستان د استازي وربللو په برخه کې پرمختګ وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ا.ا د شانګهای همکاریو له سازمانه غوښتي و چې د افغانستان او سیمې د ستونزو هواري لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره په مستقيم ډول همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام