Asset 1SWN

ا.ا په روان کال کې لږترلږه لس پلاوي بېلابېلو هېوادونو ته لېږلي

عبدالمنان-عمری-qp9g43ub3rphuktaoiqhcdwu4x5q59ylfzd4y1kya0

د ا.ا یوشمېر چارواکو د روان لمریز کال له پیل راهیسې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د هېوادونو د همکاریو را جلبولو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته لږترلږه لس سفرونه کړي او هلته یې په ځینو مهمو غونډو کې هم ګډون کړی دی.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ناسته یې وروستۍ او مهمه غونډه وه چې د ا.ا د ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري یوه پلاوي په‌کې ګډون کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بیا د نورو چارواکو په پرتله ډېر سفرونه کړي دي. عزیزي د روان کال له پیل راهیسې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي په موخه لږترلږه څلور ځله د ا.ا د پلاوي په مشري روسیې، تاتارستان، ایران، اوزبکستان او قزاقستان ته تللی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغو سفرونو لاسته‌راوړنې د پام وړ بولي او وايي، له یادو سفرونو وروسته له یوشمېر هېوادونو سره د افغانستان سوداګري بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې او د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي: «دغه سفرونه لامل شول چې وارداتي توکي له کومې ستونزې پرته په اسانۍ را وارد کړو او په مناسبه بیه د هېواد په بازارونو کې پلور ته کېښودل شي. همداشان، زموږ صادرات هم ډېر شوي؛ په تېر حکومت کې د صادراتو کچه هېڅکله له ۸۵۰ میلیونه ډالره نه وه لوړه شوې، خو موږ وکولای شول چې دوه میلیارډه ډالرو ته یې ورسوو.»

ا.ا وايي، د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، لوړو زده‌کړو او ټرانسپورت او هوايي چلند وزیرانو روسيې، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او قطر هېوادونو ته د خپلو سفرونو پر مهال هڅه کړې چې په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې افغانستان ته د یادو هېوادونو پام را واړوي.

بله‌خوا کارپوهان بیا باور لري چې د سیمې هېوادونو د اقتصادي ګټو، مجبوریتونو او د افغانانو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ا.ا سره په اقتصادي برخو کې د تعامل دروازې پرانیستې دي.

د دوی په خبره، افغانستان باید له دغه فرصت څخه د ستونزو د حل او د سټراټېژیکو اقتصادي اړیکو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمان ثاقب وايي: «د افغانستان لپاره مهمه او د اړتیا وړ موضوع سټراټېژیکي اقتصادي اړیکې دي. د هېوادونو په سیاسي تعامل کې درې ټکي امنیت، سیاست او اقتصاد مهم دي. افغانستان اوس له امنیتي اړخه ښه دی؛ له سیاسي اړخه یوې کورنۍ اجماع ته اړتیا لري؛ نو له دغو سفرونو یوازینۍ تمه اقتصادي کېدای شي.»

کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیاسي تعامل ته اړتیا لري او په‌کار ده چې له نړیوالو سره خپلې ستونزې حل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځی وايي: «افغانستان له بده مرغه په رسمیت نه‌دي پېژندل شوی؛ نو دغه سفرونه د پام وړ پایلې نه لري. د دې لپاره باید په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره شي او دا به پر اقتصادي سکټور هم مثبت اغېز وکړي.»

د ا.ا د چارواکو سفرونه داسې مهال کېږي چې د دغه حکومت زیاتره چارواکي د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام