Asset 1SWN

د خوښۍ ‌‌ډزو کولو ناوړه دود؛ د لوګر اوسېدونکي یې د مخنیوي غوښتنه کوي

Logar-Province-qm7i4f1n6wsy484qpfl7wnpa4wu9e3pojeh8tphy14

«زموږ په کلي کې واده و، د واده په خوشحالۍ کې يې ډزې کولې هوايي ډزو کې زموږ يو کليوال ماشوم په پښه ټپي او معيوب شو، د هغه بيا درملنه ونه شوو او تراوسه پورې معیوب ګرځي.»

دا د لوګر اوسېدونکي بسم‌الله خبرې دي چې تېرکال یې په کلي کې د خوښۍ مراسمو کې د هوايي ډزو له امله یو ۱۲ کلن ماشوم په پښه ټپي شو او د هغوی خوښې يې په غم بدله کړه.

که څه هم د لوګر په زیاتره لرې پرتو سېمو کې د خوښیو مراسمو پرمهال ډزې کول له پخوا څخه دود دي، خو ډېر کله دغه ډزې د خلکو ښادي په غم بدلوي.

د لوګر بل اوسیدونکي محمد بلال ستانکزی د خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کول يو ناوړه دود بولي او له حکومته غواړي چې د دغه دود له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

ده ‌سلام‌وطندار ته وویل: «د خوښيو په مراسمو کې ډزې کول يو ناوړه پيغام واړندې کوي، خلک له زياتو مشکلاتو سره مخ کوي، په ټولنه کې ډيره بې‌نظمي رامنځته کوي او د خلکو په روان بدې اغیزې لري.»

په خوښۍ یا هر ډول مراسمو کې ډزې کول تر ډېره د ماشومانو او ناروغانو پر وضعیت بده اغېزه لري.

روغتیا پالان وايي، دغه هوایي ډزې په امیندواره میرمنو او ماشومانو ډير ناوړه اغیزې کوي او اړتیا ده چې افغانان خپله خوښۍ په داسې مراسمو سره ولمانځي چې بل چاته پکې زیان ونه رسیږي.

متخصص ډاکټر مزمل سلام‌وطندار ته وویل: «هر کله چې دوی ډزې کوي د هغوی د کور خلک، د هغوي ګاونډېان او د دوی دوستان چې د ډزو غږونه واوري، هغوی په بدن کې يو عصبي سمپاټيک په نامه هغه فعالیږي چې هغه د زړه حرکات زياتوي، د معدې تيزابيت زياتوي، د کولمو غيرمنظم حرکات منځته راوړي، د وينې لوړ فشار منځته راوړي، په ماشومانو کې جرأت کموي، ممکن هغه ميندې چې حمل لري د حمل د ضائع کيدو سبب شي. په لوړ عمر کسانو کې د زړه حملې سبب ګرځي.»


بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په خوښیو مراسمو کې ډزې کول یو ناوړه دود بولي، خو زیاتوي چې د یاد دود د له منځه وړلو په اړه یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر محمد ګل تسل سلام‌وطندار ته وویل، افغانانو ته پکار ده چې خپله خوښي د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کې ولمانځي.

دی وايي: «زما په نظر او د افغاني فرهنګ له نظره، دغه ښه کار نه دی، ځکه ښه کار نه دی چې زياتره وخت چې په کليو کې خلک ډزې کوي، خلک په دې خبر نه‌وي چې په دې کلي کې واده دی يا شرين خوري ده. يا بل شی دی، ډزونه وشي، ‌نو دوی ته ډول ډول اندېښنې راپور ته کیږي، همدارنګه اميندوارې ميندې دي چې زياتره له ډيرې وېرې خپل ماشومان ضایع کوي.»

د لوګر امنیتي مسوولان وايي، له تېرکال راهیسې په دغه ولایت کې د خوښيو مراسمو کې په ډزو کولو بندیز لګول شوی. د دوی په خبره چاته اجازه نه ورکوي چې هوايي ډزې وکړي.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس وایي: «له تېرکال راهیسې په هوایي ډزو بندیز لګول شوی او هيڅوک نشي کولای چې د هر ډول خوښیو لمانځلو پرمهال هوایي ډزې او پټاقۍ والوزوي او که څوک سرغړونه وکړي، قانون ته به وسپارل شي.»

باید وویل شي چې نه یوازې لوګر بلکې د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دغه ډول دود شته چې د خوښیو مراسمو کې هوايي ډزې کیږي او ډېری وختونه پکې مرګژوبله هم رامنځته کیږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام