نړیوالو رسنیو د غزې تړانګې د روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسراییلو په غزه کې د اوربند مودې له پای ته رسېدو راهیسې بریدونه پیل کړي او له کبله یې ۱۸۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۸۹ نور ټپیان دي.
د رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د حماس چارواکو د ډسمبر په لومړۍ، د جمعې ماښام ویلي چې اسراییلو پر څه باندې ۲۰ کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې ډېری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
رویټرز خبري اژانس د ډاکټرانو او د پېښې شاهدانو له خولې لیکلي چې اسراییلو له حماس سره د کړي اوربند له پای ته رسېدو سره سم د جمعې په ورځ د غزې په سوېلي برخه خان یونس او رفح سیمو کې سخت هوايي بریدونه کړي دي.