Asset 1SWN

سلام وطندار

د هواپېژندنې ریاست په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل کړی

لوګو شد

د هواپېژندنې ریاست مسوولان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې د پیل شویو بادونو او دوړو د دوام خبرداری ورکوي.

د هواپېژندنې ریاست رییس محمدنسیم مرادي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه دوړې او خاورې به د هرات، فراه، نیمروز، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ او ځینو مرکزي او شمال لوېدیځ سیمو کې دوام ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «هر کال په وچو او صحرايي سیمو کې له ختیځ او کله له لوېدیځ افغانستان ته نسبتآ تند بادونه او دوړې راځي چې د ۱۲۰ ورځو بادونو په نوم نومول کېږي.»

بل‌خوا د نیمروز او کندوز یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د یادو بادونو او دوړو  له امله دغه ولایتونو کې د تنفسي او جلدي ناروغیو د خپرېدو لامل شوي دي.

د کندوز اوسېدونکی عبدالکریم وايي چې دغه بادونه په تېرو دوو ورځو کې شدید شوي چې له امله یې زیانونه هم اړولي دي.

هغه وویل: «همدغو لسو ورځو کې بادونه او دوړې ډېرې شوې چې دوه ورځې کېږي، بېخې ډېر شوي، څو ځله ناروغ شوم، څاروي او نباتات یې هم رژولي دي.»

په ورته مهال د نیمروز اوسېدونکې فریبا هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د وچکالۍ له امله توپانونه زیات شوي دي. هغه وویل: «پرون او وړمه ورځ د تمې خلاف وو چې حتا د هټیو تابلوګانې او لوحې یې چپه کړې.»

بل‌خوا د چاپېریال او روغتایي برخو کارپوهان خبرداری ورکوي چې لویان او ماشومان باید دې ورځو کې بهر ته له تلو ډډه وکړي او نور خلک هم باید ماسک وکاروي.

 د چاپېریال ساتنې ریاست د هوا ککړتیا د کنټرول او تنظیم امر انجینیر طوفان جیران وویل: «هېواد‌وال باید هڅه وکړي چې له کوره کم ووځي او ماشومان چې ډېری یې برانشیزم لري، باید د باندې کم تګ‌راتګ وکړي.»

د وزیرمحمد اکبر روغتون داخله متخصص سیدفرید سلام‌وطندار ته وویل چې د هوا ککړتیا پر مهال باید خلک ماسک وکاروي. نوموړي وویل: «د لوړ عمر خلک او هغه کسان چې زیانمنونکي وي او هغه چې د بدن مقاومت یې کم وي، باید له کوره ونه‌ووځي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هواپېژندنې ریاست داسې مهال د بادونو او دوړو د دوام خبرداری ورکوي چې د ایران د هواپېژندنې عمومي ادارې هم په یوې خبرپاڼه کې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د تندو بادونو او دوړو خبرداری ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام