Asset 1SWN

د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

وزارت-خارجه-qq6toh0w1seumyj0vtm7wajvfu1an1qib47dsixpxk

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د چنګاښ پنځمه، د سه‌شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې متقي دا خبره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د چمتووالي په غونده کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا مشرتابه دا پرېکړه کړې ده.

د بلخي په وینا، په دې غونډه کې د ا.ا د پلاوي پر ترکیب، د افغانستان د بانکي سکټور پر وړاندې د شته محدودیتونو، د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې شته ننګونو او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې خبرې‌اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د ا.ا پلاوی د ملګرو ملتونو له لوري ورته د سپارل شوې اجندا په رڼا کې د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړیو استازیو درېیمه غونډه د راتلونکې اوونۍ د یک‌شنبې ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرېش په کوربه‌توب د قطر په پلازمېنې دوحه کې جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام