افغانستان کې کرنه د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي چې ډېری کسان په مسلکي او غیررسمي ډول پهکې بوخت دي. افغانستان کې ډېری بزګران مسلکي روزنې ته لاسرسی نهلري چې له امله یې د دوی د حاصلاتو څخه د ګټې پر ځای زیانونه رامنځته کېږي، خو هغه بزګران چې روزنه یې، ترلاسه کړې، عاید یې، د پام وړ زیات شوي دي.
سلاموطندار له ۳۲ بزګرانو سره چې ۱۶ یې، «روزل شوي او ۱۶ یې، له روزنې ًپرته دي» خبرې کړې چې موندل شوې، د کرنې روزنه د محصولاتو کچې پر لوړوالي او په پایله کې یې، د عایدات ډېروالی ښيي.
په دې ارزونه کې د خوړو او کرنې سازمان، د پراختیا لپاره د مرستو او همکارۍ سازمان، اغاخان بنسټ، سياریو سازمان او د ولایتونو د کرنې ریاستونو لهخوا روزل شوي بزګران وايي، د کرنې له نویو لارو چارو څخه په استفادې یې، محصولات ۴۰سلنه زیات شوي دي.
د دوی په وینا، په یادې روزنې کې د افاتونو مقابلې، بازارموندنې، منظم او معیاري کښت، قطرهيي اوبه رسونه او د ضایعاتو کمښت په اړه روزل شوي دي.
د تخار اوسېدونکی نظرعلي چې له ۱۵کلونو راهیسې غلهجان کري، وايي چې د روزنې له امله یې،ز محصولات له ۳۰ تر ۴۰ سلنې لوړ شوي دي.
هغه وویل: «زه غنم، وربشې، نخود، جواري او داسې نور کرم؛ معمولا په تخار کې د اغاخان دفتر یا د آغا خان بنسټ د دې فعالیتونو لپاره ډېر کرنیز پروګرامونه لري. هو، وروسته له دې چې موږ وروزل شو، موږغوره میتودونه تعقیب کړل چې زموږ کرنیز محصولات شاوخوا له ۳۰ تر ۴۰سلنې پورې لوړ شول او موږ ډېره ګټه ترلاسه کړه.»
د جوزجان اوسېدونکی ۳کلن محمد وايي چې د دوامداره وچکالۍ او نباتي افاتونو سربېره، د کرنې ریاست لهخوا روزنه یې، پر کرنیزو محصولات مثبت اغېز کړی دی. : «د جوزجان د کرنې ریاست موږ ته د غنمو د کرلو څرنګوالی را زدهکړ او غنم یې راکړل. کله چې موږ د دې ادارې روزنه تعقیب کړه، زموږ حاصلات زیات شول او زموږ مصرف کم شو. لاهم وچکالي شته او ډېری افتونه د خلکو ځمکې ته رسېدلي دي. سره له دې، موږ ښه واښه او غنم ترلاسه کړل، ځکه چې دا د کرنې ریاست تر کنټرول لاندې وو. موږ واقعیا ښې پایلې ترلاسه کړې.»
د لغمان اوسېدونکی ۲۹کلن عبدالرازق بیا وايي چې د خوړو او کرنې او یواېسایډي سازمانونو له لوري په ورکشاپونو کې یې، ګډون کړی چې له امله یاد ورکشاپونو کې یې، زېرمه کول، د طبیعي افتونو کنټرول او بازاررسونه یې، زدهکړې دي.
هغه وویل: «ما درې ځله په روزنیزو ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده؛ یو ځل د FAO څخه، دویم ځل د USAID څخه او وروستی ځل د کرنې وزارت څخه. ما په دې روزنیزو پروګرامونو کې ډېر مهم شیان زدهکړل، د عضوي سرې کارولو څرنګوالی، په طبیعي ډول د آفتونو کنټرول او څنګه په سمه توګه محصولات ذخیره او بازارموندنه مې زدهکړي.»
بلخوا هغه ځوانان چې روزنه یې، نهده ترلاسه کړې، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ۳۴کلن زرغون د کندوز اوسېدونکی دی او د کرنې اړوند روزنه یې، نهده ترلاسه کړې، دی وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دی چې له ډلې یې، د اوبو کمښت، افتونه او د اغېزمنو درملو له نشتوالي سره مخ دی چې لګښت یې، ډېر او ګټه یې، خورا کمه ده.
هغه وویل: «موږ د اوبولګولو او د خپلو ځمکو د افتونو د اختهکېدو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. زموږ کروندې ډېرې افت ځپلې دي. موږ د پلور او بازارموندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ یوو. داسې سم درمل نشته چې د افتونو مخه ونیسي. زموږ محصولات په ارزانه بیه پلورل کېږي. موږ سخت کار کوو، موږ هېڅ ګټه نهلرو او هغه محصولات چې موږ یې پلورو په خورا ټیټو نرخونو پلورل کېږي.»
له کاپیسا ولایت څخه ۲۴ کلن محمد ذاکر چې تخصصي زدهکړې یې نه دي کړي او دغه مهارت یې له پلاره زدهکړی، د نباتي ناروغیو په څېر ګڼو ننګونو څخه شکایت کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی ټینګار کوي چې کرنه او بڼوالۍ کې د ناروغیو او افتونو په اړه د پوره پوهاوي نهلرلو د دوی کار ستونزمن کړی دی.
«دامهال هغه ننګونې چې موږ ورسره مخ یو آفتونه دي، د ادارو، سازمانونو او د حکومت همکارۍ ته اړتیا لرو، ترڅو آفتونه له منځه یوسو او ښه حاصلات ترلاسه کړو. یوه بیلګه یې د غنمو سور داغونه دي، همدارنګه ونې مو هم ناروغي کوي. موږ د آفتونو لکه مایټس سره ستونزې لرو او دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه پ سمه توګه نه پوهیږو او ناروغۍ په سمه توګه نه پیژنو.»
له لغمان څخه ۳۵ کلن بزګر عبدالخالق وايي چې هغه ته د تخصصي روزنې فرصت نه دی ورکړل شوی چې له امله یې هغه د کرنې په برخه کې له دوامداره ستونزو سره مخ شوی دی.
«هغه تخمونه چې موږ یې اخلو ډیری وخت خرابیږي او ښه حاصل نه ورکوي. اوبه ورکول هم خورا کم دي، زموږ حاصلات بازار ته نه رسیږي، ما تر اوسه داسې فرصت نه دی موندلی چې تخصصي روزنې ترلاسه کړم او دا لامل شوي چې د کرنې ستونزې مې حل نهشي. زه غواړم زدهکړم چې څنګه د لږو اوبو څخه ډیره ګټه پورته کړم او کوم تخمونه زموږ د سیمې لپاره مناسب دي. که دوی موږ ته د بازار موندلو په برخه کې هم روزنه راکړي، نو دا به ډیره مرسته وکړي.»
خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان افغانستان کې کرنه د اقتصادي ودې اصلي محور بولي او د پانګونې د زیاتوالي او دې سکتور ته د ځانګړې پاملرنې پر اړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه احمد ولي سازش په دې اړه وايي: «د افغانانو د اقتصاد او خوړو سرچینه کرنې پورې تړلې ده. کرنیز محصولات تر ټولو ډېر صادراتي محصولات جوړوي. د کرنې برخې غوره مدیریت د فقر په کمولو مخامخ اغېز لري. ډېره اړتیا ده چې دغه برخه کې پانګونه وشي، دا ډېره مهمه ده چې د کرنیزو محصولاتو لپاره له کومو لارو چارو او څنګه استفاده وشي، کروندګر او بڼوال باید په قطرهيي شکل د اوبو لګونې سیستم سره بلد ووسي، افغانستان کې کرنیزې زېرمې دې پراخې شي، که مواصلاتي لارې شتون ونه لري، د کرنیزو محصولاتو خرابېدو لامل کیږي.»
ورته وخت کې، د کرنیزو چارو یوشمېر څېړونکي د کرنې سکتور د ودې او پرمختګ لپاره تخصصي روزنه اړینه بولي، خو ټینګار کوي هغه ځوانان چې دې روزنې ته لاسرسی نلري، کولی شي له تجربهلرونکو بزګرانو څخه د تجربې په ترلاسه کولو سره، تر یوې اندازې د زیانونو د زیاتوالي مخه ونیسي.
د کرنې برخې کارپوه فردین نبرد په دې اړه وايي: «د کرنې برخې متخصصانو له لوري جوړېدونکو سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو کې د کروندګرو او بڼوالو ګډون مهم دی، ترڅو هغوی ته مشوره ورکړي او پوهه یې لوړه کړي، دا په دې مانا ده چې دا ډول پروګرامونه کولی شي، د کرنې په برخه کې د ځوانانو د پوهې کچې لوړولو کې اغیزمن تمام شي. د هغو کسانو لپاره چې زدهکړې ته لاسرسی نهلري، دوی کولی شي د تخلیقي او تجربهلرونکو کرنې برخې څېړونکو له تجربو ګټه پورته کړي.»
خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان که څه هم د روزل شویو بزګرانو د شمېر په اړه کره شمېرې نه وړاندې کوي، خو ټینګار کوي چې زرګونه ځوانان لا دمخه د روزنیزو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي او د غیر مسلکي بزګرانو لپاره هم پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند غلام محمد کاظم سلاموطندار ته وویل: «هېواد کې د کرنې پرمختګ او ښهوالي لپاره، ګڼ شمېر ښوونیز پروګرامونه پیل شوي چې په کې ورکشاپونه، سیمینارونه، تخنیکي روزنه او په ولایتي کچه د کرنې په اړه د تخنیکي توضیحاتو ورکول شاملیږي. دا پروګرامونه د ظرفیت لوړولو، بزګرانو ته د کرنیزو سرچینو د اغیزمنې کارونې او له نویو میتودونو سره د هغوی اشنا کولو په موخه جوړ شوي، د دغو پروګرامونو اصلي موخه د کرنې مسلکي کول دي.»
د نباتاتو له ناروغیو او افتونو سره مبارزه یوازې مسلکي روزنې پورې محدوده نه ده؛ اقلیمي ننګونو هم هېواد کې په کرنې ډېر فشار راوړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې پخوا کلونو ته په پام، دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بارانونو او واورو کچه راکمه شوې او دغې مسلې د اوبو کمښت زیات کړی دی.


