د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون د پنجشنبې په ورځ کابل کې پرانیستل شو چې ټاکل شوې پنځه ورځې دوام وکړي.
د دغه نندارتون مسوولان وایي، سږني نندارتون کې د بېلابېلو صنعتي او کورنیو تولیداتو څه باندې ۴۰۰ غرفې شته چې پهکې د ودانیزو توکو او اړوندو برخو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.
د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون یو تن مسؤل شکرالله بقايي وویل، تخصصي او مسلکي نندراتونونه د بهرنیو هېوادونو توجه جلبولی شي او ورسره تقاضا هم زیاتیږي.
د نوموړي په وینا، دا ځل نندراتون کې د ایران، ترکمنستان، ازبیکستان او هند پانګوالو هم ګډون کړی چې په دې سره افغاني تولیدات په کور دننه او بهر ښه بازار پیدا کولی شي.
«زموږ موخه دا ده چې راتلونکی نندارتون تر دې لا غوره، پراخ، لوی او هر اړخیز وي، څو وکولی شو د همدې نندارتونونو له لارې افغانستان ته لا ډېره پانګونه راجلب کړو. په دې نندارتون کې مو ډېره هڅه وکړه چې ګاونډي هېوادونه ګډون ولري، له هندوستان، ازبکستان، ایران او له ترکمنستان څخه ګډونوال لرو، دلته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د صنعت او ودانیز سکتور په برخه کې حضور لري.»
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې افغانستان له واردونکي هېواد څخه په صنعتي او صادرونکي هېواد بدل کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، دا مهال د صنعتي فابریکو لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه دغه وزارت ته په واک کې ورکړل شوې، په ګڼو برخو کې افغانستان ځان بسیاینې ته رسیدلی او په نږدې راتلونکې کې به د سمېنټو د تولید یو بله ستره فابریکه چې د ورځې به ۱۴ سوه ټنه تولید ولري، په کندهار کې پرانیزي.
«نن د خدای په فضل په ډېرو برخو کې موږ پر ځان بسیا شوي یو. په ځانګړي ډول د اوسپنې ګاډر، سیخ ګول او نورو هغو توکو په برخه کې چې پخوا مو په میلیاردونو ډالرو واردات درلودل، الحمدلله نن ورځ موږ په دې برخه کې ځان بسیا یو. همداراز د افغانستان د سمنټو سکتور ته اشاره کوم؛ په نږدې ورځو کې به انشاءالله په کندهار ښار کې د ورځې د ۱۴ سوه ټنو تولید په ظرفیت د سمنټو فابریکه پرانیستل شي.»
نوموړي له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کیدو ته په اشارې سره وویل، اوسنی حکومت له ټولو ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د مناسبو تجارتي اړیکو درلودلو هڅه کړې.
د ده په وینا، اسلامي امارت نه غوښتل له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي، بلکې همېشه یې تعامل، پانګونې او پر متقابل درناوي ولاړ تجارت ته رابللی، خو د دوی د غلطو سیاستونو له امله اسلامي امارت هر ډول سوداګرۍ بندیدو پرېکړه وکړه.
د صنعتي شرکتونو مسوولان خوشاله دي چې د افغاني تولیداتو بازارموندنې او ملاتړ لپاره دغسې نندارتونونه ترسره کیږي، خو هیله یې داده چې نور هم زیات شي.
په اړه ثناءالله عظیمي او انجینر احمدفهیم عرفاني وايي: «داسې نندارتونونه په رښتیا هم زموږ د صنعت او اقتصاد پر ودې ډېر مثبت اغېز لري. زموږ ټول خلک خبرېږي چې الحمدلله په خپل هېواد کې صنعت شته، دا یو ډېر ښه پیغام رسوي او خلک هڅوي چې په خپل وطن کې لا زیاتې پانګونې وکړي او نور هم پرمختګ وکړي.»
«هغه نندارتونونه چې په افغانستان کې جوړېږي، طبعاً د شرکتونو او صنعتکارانو لپاره ډېر ګټور دي. زموږ هیله دا ده چې دا ډول نندارتونونه نور هم زیات شي او ټولې کورنۍ کمپنۍ پکې ګډون وکړي.»
د یادونې ده چې دغسې نندارتونونه هر کال د صنعت او سوداګرۍ وزارت، سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي پانګوالو په ګډو هڅو جوړیږي.
باور دادی چې په کور دننه او بهر د ورته نندارتونونو جوړول کولی شي، افغاني تولیدات نور هم پیاوړي او د داخلي بازارونو ترڅنګ، بهرني پېرېدونکي هم را جلب کړي.


