د ایران په کوربه‌توب د افغانستان سیمه‌ییزه غونډه نن د دغه هېواد پلازمینه تهران کې پیل شوه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه غونډه کې ټینګار کړی او ویلي، د افغانستان ثبات او پراختیا یوازې یوه انساني اړتیا نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیکه اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان امنیت او د هوساینې پراختیا د ټولو هېوادونو له ګټو سره تړلې ده.

«افغانستان په اقتصادي، طبيعي او انساني برخو کې بېساري او پراخ ظرفیتونه لري، د افغانستان جیو اقتصادي موقعیت د مرکزي اسیا د ارتباطي شبکو په مرکز کې دی. له همدې امله، د افغانستان ثبات او پراختیا یوازې یوه انساني اړتیا نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیکه اړتیا ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په لومړۍ ورځ همدارنګه ویلي، دغه ډول ناستې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د همکارۍ د پیاوړتیا زمینه برابروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، د تهران سیمه‌ییزه غونډه د دې لپاره جوړېږي، څو د افغانستان د وروستیو پېښو په اړه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ متقابل فهم او درک رامنځته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دغه سیمه‌ییزه غونډه کې د پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون لري.

ویل شوي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني، په تهران کې د پاکستان سفیر مدثر تیپو، د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ هم په دې کنفرانس کې حضور لري.

ویل شوي چې د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.

سره له دې چې دغه غونډه کې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې دغه غونډه کې ګډون نه‌کوي.

ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان سره له دې چې افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې سیمه‌ییزه همغږي د هېواد په ګټه بولي، خو ټینګار کوي چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه‌شتون د اغېزمنتیا کچه راټيټوي.

سره له دې چې د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه غونډه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تاوتریخوالي په محوریت ترسره کیږي، خو ایراني چارواکي وایي چې دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب نه‌بلکې یوازې یوه مشورتي غونډه ده.

د یادونې ده چې د تهران تر غونډې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر د ایران ولسمشر سره کتنه کې له دې هېواد وغوښتل چې د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنو ته د افغانستان ځواب ویلو لپاره همکاري ډېره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام