د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، دامهاله هېواد کې د ټاپي پروژې ۱۵ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې، ۸۸ کیلومتره ساحه د نل‌لیکې غځولو لپاره چمتو ده او ۷۲ کیلومتره د لاسرسي وړ سړک هم چمتو شوی.

د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ کابل کې د ترکمنستان سفیر د کانونو او پټرولیم وزیر سره لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ، پر ټاپي پروژې هم خبرې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان سلام‌وطندار ته وویل، دواړو لورو د دې پروژې پر کاري بهیر، پرمختګونو او همکاریو بحث وکړ.

د ښاغلي افغان په وینا، دامهال د ټاپي د ګازو نل‌لیکې پروژې عملي چارې د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره روانې دي چې عملا ۱۵ کیلومتره پایپ غځول شوی.

«په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د همکاریو پر پراختیا په ځانګړي توګه د ټاپي پروژې په اړه بحث او خبرې وشوې. د ترکمنستان سفیر یاده پروژه د دواړو هېوادونو لپاره مهمه وبلله، د دغې پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه یې مالومات شریک کړل. د کانونو او پټرولیم وزیر د پروژې پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د چارو د چټکتیا په موخه یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ. د ټاپي پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي، تراوسه ۸۸ کیلومتره مسیر د نل‌لیکې غځولو لپاره هوار شوی، همدا راز ۷۲ کیلومتره د لاسرسي وړ سړک تېر شوی او ۱۵ کیلومتره پایپ تېر شوی.»

دې سره، د اقتصادي چارو شنونکي ټاپي د سیمې په کچه مهمه اقتصادي او ستره پروژه یادوي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه نازک میر زیارمل وايي، د دې ترڅنګ چې د پروژې ټولو څلورو داخلو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان لپاره ټاپي د پام وړ اهمیت لري، افغانستان ترې هر کال ځانګړې اقتصادي ګټه کوي.

د نوموړي په خبره، شاوخوا ۳۰ زره هېوادوالو ته کاري فرصتونه ایجادي او د ګاز له اړخه ځان بسیاینې ته رسیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«د سیمې په سطحه یوه له سترو پروژو څخه ده چې له تطبیق سره به یې افغانستان د اوبلن ګازو له اړخه خودکفایۍ ته ورسیږي. هر کال به په ټاکلي اندازه ګاز ترې ترلاسه کوي، عواید به ترې په لاس راوړي. همداسې په کومه سیمه کې چې له کومو ځمکو دا نل لیکه تیریږي، هغو سیمو ته د برښنا رسول، د مکتبونو جوړول، سړوکونو تېرول او عامه خدماتو وړاندې کول شامل دي. په دې پروژه کې شاوخوا ۳۰ زره افغانانو ته کاري فرصتونه پیدا کیدل بله مهمه ګټه ده او د افغانستان لپاره خورا ستر اهمیت لري.»

سره له دې چې په دې پروژه کې شامل هېوادونه خپلمنځي مناسبې اړیکې نه‌لري، خو کارپوهان ټینګار کوي چې هېوادونه اړ دي د خپلو ګټو لپاره په دې پروژه کې تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمدعیسی مبارز وايي، له دې امله چې په ټاپي کې د ټولو هېوادونو ګټې تامینیږي، مجبور دي ددې پروژې تطبیق کې همکاري او ژمنتیا ثابته کړي.

«سیمه‌ییز اتصال رامنځته کیږي، مثلا نن پر مونږ او تاسو پاکستان سیاسي اقتصادي فشارونه واردوي، که دغه پروژه عملي کیږي نو دغه فشار کمېدلی شي. مونږ کولای شو ددې پروژې پر اساس دوي ته خپل اقتصادي قوت وښیو. په عین حال کې پر دوي هم اغېز لري، هغې برخې چې دوي ورته اړتیا لري، د دوي تولید ورته اړتیا لري، نو د هغې په اساس به دوي ونه غواړي چې افغانستان ته مشکل جوړ کړي. بله خبره داده چې په دې سره زمونږ او ستاسو تولید ښه کیږي او داخلي ظرفیت مو لوړیږي.»

ټاپي د ګازو نل‌لیکه چې له ترکمنستانه پیلیږي، له افغانستان او پاکستان تیریږي او هند ته رسیږي، دامهال یې چارې د افغانستان په خاوره کې روانې دي.

د ټاپي د ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰ کیلومتره واټن ولري چې ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره په افغانستان کې دننه له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او ترڅنګ یې د ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي.

د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ‎لاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام