د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض او د اوربند غوښتنه

ګڼ‌شمېر کونړیانو چې نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، د تاوتریخوالي ډېروالی او د سولې خبرواترو ځنډېدل وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه. په لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر څنګ، معلولانو هم ګډون کړی و.

کونړ کې د لمریزې برښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې شوې

د کونړ ولایت په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې د لمریزې برښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې او نن ترې ګټه اخيستل پیل شول چې څلور زره جریبه للمي ځمکه به پرې خړوبه شي.

دغه شبکې د کونړ پر سیند جوړې شوي دي.

د اوبو لګولو پر دغو شبکو کرنې او مالدارۍ وزارت  ۹۱،۲ میلیونه افغانۍ لګولي چې نن د کونړ والي او یاد وزارت چارواکیو پرانيستلې.

کرونا؛ کونړ کې يې دويمې څپې لپاره پوره تياری نيول شوی

کونړ هغه ولایت چې د کرونا وبا یې خلک سخت وځپل. ياد ولايت کې د خلکو کارونه ټکني او په کورونو کې بند پاتې شول. اوس د کونړ ولایتي چارواکي وایي، د کرونا دويمې څپې راتلو لپاره بشپړ چمتو دي. 

د ياد ولايت د عامې روغتیا ریس عزیز رحمن ساپي سلام‌وطندار ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره يې د دې وژونکې وبا د دويمې څپې لپاره بشپړ تیاری نیولی دی.

د کونړ اوسېدونکی احمدالله  چې د کرونا له لومړۍ څپې ښې خاطرې نه‌لري وايي، که کرونا بیا خپرېږي، حکومت باید له تېرو نیمګړتیاوو زده‌کړه وکړي او د بيا خپرېدو مخه يې ونيسي. 

پر کونړ د پاکستان توغول شويو مرميو کې یوه نجلۍ وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان دي

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یوځل بیا د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.