طالبانو بیا نفوذي بریدونو ته مخه کړې

په وروستیو لسو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو نفوذي کسانو په تخار، کندوز بادغېس او غور ولایتونو کې خپل ۹ ملګري وژلي او د پوستو نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.
طالبانو په تېرو شپږو مېاشتو کې نفوذي بریدونه نه وو کړي، خو اوس یې یو ځل بیا ورته مخه کړې ده. د دې ډلې یوه نفوذي کس د وري په ۲۵مه د کندوز د پنځمې امنیتي حوزې مرستیال له دوو سرتېرو سره وواژه او له تجهیزاتو او یوه هاموې ټانګ سره یوځای طالبانو ته ورغی.

پنټاګون: ښایي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي

د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه په خوندي توګه د سرتېرو را وتلو لپاره ښايي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، اوس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتلو لپاره د نورو سرتېرو مرستې ته اړتیا ده او په دې برخه کې د جو بایډن د لارښوونې ښه پلي کېدو لپاره د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.

بغلان کې د وسله‌والو غلاوو پر وړاندې د صرافانو اعتراض

د بغلان یوشمېر صرافانو نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ناامنیو او وسله‌والو غلاوو د ډېروالي پر وړاندې لاریون وکړ.
دغه لاریون له هغه وروسته کېږي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو غلو پرون هغه مهال یو صراف ټپي او نږدې څلورنیم میلیونه افغانۍ یې ترې یووړې چې غوښتل یې بانک ته یې یوسي.

تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتېږي

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي وايي چې د دغه وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې کړې دي. هغه وايي، د ښځینه پولیسو د شمېر ډېروالي تر څنګ به هغه وکړي چې د هغوی د زده‌کړو او وړتیا کچه هم لوړه شي.

افغانستان کې ۷۶ سلنه ماشومان د وسله‌والو ډلو په لیکو کې فعالیت کوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دغه کمېسیون د یوه تازه راپور موندنې ښيي، سره له دې چې په روان کال کې د جګړې له کبله د ماشومانو په مرګ‌ژوبله کې کموالی راغلی، خو په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کچه ۲۵ سلنه او د زیانمنو او له زده‌کړو د پاتې ماشومانو کچه هم ۱۶ سلنه لوړه شوې ده.