لوی اختر؛ خلک د قربانۍ لپاره د څارویو د اخیستلو توان نه‌لري

په داسی حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي، خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو له لوري د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر بازار سوړ دی.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه‌شي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.

نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.