امنیت شورا د پاکستان پر وړاندې د افغانستان شکایت رد کړ
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/05/279531808_4988072887955767_5925097943320155274_n.jpg)
پاکستاني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازي منیر اکرم له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې د افغانستان شکایت رد کړی دی.
شنونکي: د پاکستان د هوایي بریدونو پر وړاندې د ا.ا غبرګون ډېر کمزوری و
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/04/84818779-e815-4ae8-a3d0-943d813e3437-880x647-1.jpg)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له لوري شوي هوايي بریدونه وغندل او وې ویل چې پاکستان دې په داسې مسایلو د افغانانو حوصلې نهازمايي او بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري. مجاهد د دغې موضوع پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.
رسنۍ دې د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات نه کوي
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/09/Afghan-Media-3-pb64df60jjdaushblkh1s4kvxe8ys2jik3dv3uw3go-pdaf4a21vgjpoxm25q7navrmm387gzmu0stbiuairs.jpg)
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، ځینې رسنۍ هېواد کې د نظام له بدلېدو وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او پهکار ده چې لاس ترې واخلي.
حذیفه: د اسلامي امارت پروړاندې درېدل، د اسلام له دایرې د وتلو خطر لري
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/12/Nik-Mohammad-Hozaifa-phvp2y3k7od8xpfc7qrlujhqbu17bmibz129qcj1ck.jpeg)
د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېکمحمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.
بایډن: افغان امنیتي ځواکونه باید د ځان او ملت لپاره وجنګېږي
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/08/8d307afb-e1c1-4b99-b32c-271b6347f055_w948_r1.778_fpx52_fpy48-1.jpg)
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې لاهم د وضعیت بدلون او د طالبانو د ماتولو شونتیا شته او د دغه هېواد مشران باید یو موټی شي او افغان امنیتي ځواکونه باید د خپل ځان او ملت لپاره جګړه وکړي. جو بایډن وویل چې افغانستان جدي دفاع وزیر لري او د طالبانو په پرتله د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر دی.
امریکا: د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي پر وړاندې د درېدو وخت رارسېدلی
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/08/063_1319290588.jpg)
د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو د تاوتریخوالي او تیري پر وړاندې ودرېږو او افغان دولت د بریا لپاره خلک او امنیتي ځواکونه لري چې ښه روزل شوي او د طالبانو پر وړاندې د درېدو لپاره کافي تجهیزات په واک لري.
په پروان کې د طالبانو پر وړاندې د ولسونو د درېدو هڅې
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/06/ولایت-پروان.jpg)
د پروان ولایت په غوربند دره کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو طالبانو له پراخو بریدونو وروسته، د دغې سیمې لسګونو اوسېدونکو وسله پورته کړې او د امنیتي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لومړۍ کرښې پر لور روان شوي دي.