د غزني روغتیايي مرکزونه په لمریزې برښنا سمبالېږي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د «اډا» موسسې له لارې په غزني کې څلورو روغتونونو او ۹۶ کلینیکونو ته د لمریزې برښنا وسایل برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د «اډا» موسسې له لارې په غزني کې څلورو روغتونونو او ۹۶ کلینیکونو ته د لمریزې برښنا وسایل برابر کړي دي.
جلالاباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بېوزله او د کورنۍ سرپرست نهلري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به د هلمند ولایت د کجکي برښنا بند د تولید کچه لوړه شي.
تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له افریقا څخه د ورکړل شویو رپوټونو پر بنسټ د کورونا ویروس له نوي موندل شوې بڼې «اومېکرون« څخه خبر ورکړ. د کورونا د دغه نوي موندل شوي ویروس مثبتې پېښې اوس د نړۍ نږدې ګڼشمېر هېوادونو کې ثبت شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.
د ننګرهار په اتو ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچيراګام، هسکهمېنه، کوټ، اچین او سپینغر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۱۶۹۰هکټاره ځمکه د جلغوزیو طبعي ځنګلونه اباد دي چې سږ کال یې په حاصالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼشمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون