توماس وېسټ افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت اقدامات ستایلي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې د کمزوري کولو برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې ستایلي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسلهوال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.
د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.
د تېرو څو لسيزو په جګړو کې زرګونه معلول دا مهال له کړاوو او ستونزو ډک ژوند تېروي. خو جوزجان کې معلولین د مهارتونو په زدهکړې او نوښتونو سره سختو ورځو ته شاه کړې او د پرمختګ لپاره یې زړونو کې هیلې راټوکولي دي.
یوشمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون