هرات کې نورو ته د واده شویو مېرمنو د نکاح په تور درې کسان نیول شوي
د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې هغه درې کسان نیول شوي چې نورو ته به یې واده شوې مېرمنې په نکاح کولې.
د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې هغه درې کسان نیول شوي چې نورو ته به یې واده شوې مېرمنې په نکاح کولې.
د هرات امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې یې د ښځو د پلور په تور دوه کسان نیولي دي.
د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده نن د ښځو د حقونو په اړه په یوه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور دی او هېڅوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نه شي مجبورولای. په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول او په زور سره ښځې نکاح ته اړ اېستل لویه ستونزه بلل کېږي چې په کراتو یې د مخنیوي غوښتنه شوې.
د شاعر او لیکوال کاظم امیني لور چې تېره جمعه د بلخ مرکز مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې څخه تښتول شوې وه پرون يې کورنۍ نوموړې بېرته پیدا کړه او طالبانو یې کورنۍ ته ویلي، لور یې باید له برمته کوونکي سره نکاح وکړي، ځکه د طالبانو په وینا، د تښتول شوې نجلۍ کورنۍ دغه صحنه په لوی لاس جوړه کړې وه.
د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې پر ښځو او د دوی د ژوند پر نورو برخو طالبانو نوي قوانین او بندیزونه وضع کړي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د نویو بندیزونو د خبرونو له خپرېدو سره هممهاله په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د طالبانو دغه کار ته غبرکون ښودلی دی.
په تخار ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د دغه ولایت د ۱۶ولسوالیو د نیولو په لړ کې نن په کابل کې د دغه ولایت ځوانانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون