![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/11/افغانۍ.jpg-بببب-300x216.jpg)
د نویو افغانیو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې
باختر دولتي اژانس د افغانستان بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک د روان کال د تلې میاشتې په دېرشمه ویلي و چې د افغانیو چاپېدو په برخه کې یې څهناڅه پرمختګ کړی او ډېر ژر به نوې افغانۍ کابل ته را ولېږدول شي. د راپورونو پر بنسټ، دا پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.