د وزګارتیا څپې؛ لوستي ځوانان: د کار نشتون له امله اړ یو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شو
هېواد کې د وزګارتیا او کاري فرصتونو نشتون له کبله ګڼشمېر لوستي ځوانان د کار او مزدورۍ لپاره هره ورځ د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران پر لوري روانېږي.
هېواد کې د وزګارتیا او کاري فرصتونو نشتون له کبله ګڼشمېر لوستي ځوانان د کار او مزدورۍ لپاره هره ورځ د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران پر لوري روانېږي.
د سلاموطندار د موندنو پر بنسټ، د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په ۱۴ پېښو کې ۱۴۵ افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر سختو لارو مړه شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي. که څه هم افغانانو له لسیزو راهیسې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لړۍ چټکه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان قرباني شوي دي.
په وروستیو څو کلونو کې ګڼشمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېکمرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.
په وارخطایئ لنډې، لنډې خبرې کوي. هرې جملې سره یې ژبه نښلي. د مهاجرت لفظ اورېدو سره داسې راټولېږي چې فکر کوې یو لوی ډار پسې اخستی. هغه ته اوس ستونزمنه ده چې د خپل سفر ترخې کیسې هېرې کړي.
کونړی ځوان قیاس قاضيخېل په ناقانونه لارو د ښه ژوند په لټه همدا تېره میاشت اروپا ته د تلو زړه ښه کړی وو، خو ناخبره له دې چې بخت به یې په زندان او پولیسو اړوي.
امرالله چې د پکتیا اوسېدونکی دی، شاخوا دوه کاله وړاندې له قانوني سندونو پرته یوه اروپايي هېواد ته د سفر موزې پر پښو کړي او په ډېرو ستونزو يې ځان تر فرانسې رسولی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون