طالبانو سرپل کې۱۲ امنیتي سرتیري وژلي

د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

د سرپل سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او  ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سرپل کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، په دغه ولایت کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا، څو ساعته وړاندې د سرپل د مرکز اړوند په «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او په «سنګ توده» سیمه کې درې امنیتي پوستې له تجهیزاتو او امکاناتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو په سرپل کې لویې لارې تړلي او خلک ځوروي

د سرپل د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د دغه ولایت د صیاد، بلخاب، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو د لویو لارو په تړل کېدو سره وضعیت ترینګلی شوی او طالبان د ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي. د دوی په وینا، که دولت ژرترژره پراخ عملیات ونه کړي، انساني ناورین به جوړ شي.

د بشر حقونو کميسيون: د سولې بین‌الافغاني خبرې باید قرباني محوره وي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر نن کابل کې د جګړې قربانیانو لومړنۍ غونډه کې، هېواد کې د جګړې د قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل، دغه قربانیان ډېرو ننګونو په ځانګړې توګه خپلو اساسي حقونو ته نه‌لاسرسي سره مخ دي.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې وویل، بین‌الافغاني خبرو کې باید پر بېړني اوربند او د جګړې پای ته رسولو هوکړه وشي او دغه بهیر باید قرباني‌محوره وي.