پاکستان کې افغان خبریالان د خپلو کېسونو له ورو بهیر شکایت کوي
یوشمېر هغه خبریالان چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللي، دغه هېواد کې د هېوادونو له لوري د دوی د کېسونو د تت بهیر له مخته وړو شکایت کوي. هغه وویل: «د پناه غوښتنې څخه مې اوږده موده کېږي او له بدهمرغه چې رسېدن ورته نهده شوې. ما دې موده کې د خبریالانو له هېڅ بنسټ مرسته او نهدی ترلاسه کړی.»
ایران کې افغان خبریالان: دوسیو ته مو چا رسېدنه نه ده کړې
لسګونه هغه خبریالان چې د جمهوريت له سقوط وروسته نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره په لنډمهالي توګه ایران کې اوسېږي، له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي. دغه خبریالان چې تېر یوه کال راهیسې ایران کې ژوند کوي وايي، د خبریالانو او د رسنیو هغه ملاتړي بنسټونه چې دوی یې ایران ته د تلو لپاره هڅولي وو، د دوی دوسیو ته رسېدنه نه کوي.
یوشمېر افغانانو پاکستان کې د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ مخې ته اعتراض کړی
یوشمېر افغان کډوالو اسلااباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د خپلو پناه غوښتنلیکونو د بېبرخلیکۍ په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
جېنوا کې د افغانستان په اړه ناسته؛ ۲.۴ میلیارده ډالر راټول شوي
افغانستان ته د مرستو راټولولو په موخه په سویس کې د ملګرو ملتونو، انګلستان، المان او قطر په کوربهتوب په جوړې شوې ناسته کې افغانانو سره د مرستې لپاره ۲.۴ میلیارده ډالر راټول شوي دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
ننګرهار کې د درملو او طبي امکاناتو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي
که څه هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له پخوا راهیسې ستونزې شته، خو تازه د ننګرهار د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، هغه کلینیکونه چې د دوی په سیمو کې فعال دي، اوس په کافي اندازه درمل او نورو طبي امکانات نه لري. هغه وویل، د روغتیا برخې ملاتړي بنسټونه دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
په وروستیو اوونیو کې جنايي پېښو ته رسېدنه نه ده شوې
په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.