افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

طالبانو دایکندي کې د استوګنې کورونه په بمونو الوزولي

د دایکندي ولایت د پاتوی سیمې اوسېدونکي چې د جګړو له امله د دغه ولایت مرکز نیلي او یو‌شمېر امن ولسوالیو ته بې‌ځای شوي وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالي د سرتګاب سیمې له نیولو وروسته د دوی کورونه په بمونو الوزولي او مړي یې له قبرونو راویستلي دي.

افغانستان د ځمکې تودېدو پر وړاندې مبارزه کې د نړۍ یو نمونه هېواد

افغانستان د غوښتنې سرچینو او له صنعته لرېوالي له کبله کولای شي د ځمکې کُرې د تودېدو پر وړاندې د نړۍ مشرتوب پر غاړه واخلي چې نړۍ دا یوه بېلګه بللې او کولای شي د نړیوال اقتصادي پرمختیا د سازمان ستاینه او درناوی خپل کړي.

طالبانو په لوګر کې د ملي دسترخوان پروګرام درولی

د لوګر محلي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او یوشمېر نورو ولسوالیو کې بې‌وزله کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د مرستو وېش درولی دی.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وايي، طالبانو محلي شوراګانو ته خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري و نه کړي.