طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

 طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې  ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمد‌حسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.

ملا برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر به د راتلونکي حکومت مشري کوي. رویټرز لیکلي چې دا خبره د طالبانو درېوو سرچینو نن دغه اژانس ته کړې ده. د دغې سرچینې په وینا، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او شېرمحمد عباس ستانکزی به هم په راتلونکي حکومت کې پر لوړو څوکیو وټاکل شي. یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دې ډلې ټول لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي دي.

خلیل‌زاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

امریکا دغه هېواد کې د افغانانو منلو لپاره نوی پروګرام اعلانوي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالات په پام کې لري، په دغه هېواد کې د افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلان کړي. دغه اژانس دا خبر د امریکا دولت له یوه  چارواکي او دوو نورو سرچینو له قوله دغه راپور ورکړی دی. دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط، رویټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.