کندوز کې د ا.ا ځواکونو او وسلهوالو کسانو ترمنځ نښته
کندوز کې له نن (سهشنبه د تلې ۲۶مه) سهار راهیسې یوه ډله وسلهوال کسان له اسلامي امارت سره پر نښته بوخت دي.
کندوز کې له نن (سهشنبه د تلې ۲۶مه) سهار راهیسې یوه ډله وسلهوال کسان له اسلامي امارت سره پر نښته بوخت دي.
له ځنډ وروسته یوشمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بېوزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شيعه ګانو پر جومات د بريد طرحه کوونکی کس نيولی دی. باختراژانس په دې اړه نور جزیات نه دي لیکلي.
پرون د مزار شریف ښار په مرکز کې د « سه دوکان» پر جومات له خونړۍ برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو او د بلخ د مخکیني والي عطا محمد نور د خوریي سهیل زمري او د جمعیت اسلامي ګوند د انشعابي څانګې د مشر ترمنځ نښتې پیل شوې چې په پای کې دا نښته د سهیل زمري په وژل کېدو پای ته ورسېد. دا نښته پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې وه.
باختر خبري اژانس د کندوز د مرکزي روغتون د رييس محمدنعيم منګل له قوله لیکلي چې ډاکټر هوشنګ روستاقي پرون شپه د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لهخوا ژغورل شوی دی.
په پنجشېر کې سرچینې وایي چې د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو د یاد ولایت په عنابه ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو لهخوا د یوه ځوان د وژلکېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. د سرچينې په وینا، لاريون نن له غرمې وروسته پيل شو او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون