بادغېس کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي‎

د بادغېس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت ولسوالي په بالامرغاب ولسوالي کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي دي.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادو ماشومانو پرون (د تلې ۲۱مه، شنبه) د بالامرغاب په پنیرک سیمه کې د یوې ژورې څاه ترڅنګ لوبې کولې چې ور لوېدلي او مړه شوي دي.

بدخشان کې یوه غونډۍ ښویېدلې او درې کسان په‌کې مړه شوي

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي وايي، د وږي په ۲۹مه، د پنجشنبې ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د خاورو یوه غونډۍ را ښویېدلې چې له کبله یې درېوو کسانو خپل ژوند بایللی دی. د معلوماتو له مخې، قربانیان د خواهان ولسوالي د خم‌بهار او دو درګي سیمو اوسېدونکي دي.

غزني کې ټرافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه پرون (د وږي پنځلسمه، پنجشنبه) د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل سره شوې ده. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې یو کرولا ډوله موټر پرون ماسپښین له یوې نظامي رېنجرې سره ټکر کړی او له کبله یې د ا.ا یو غړی او یو بل کس مړه شوي دي.

افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال مري

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې لیکلي یې دي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې په کمېدو سره به یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم زیات شي.

هرات کې د تېر کال په پرتله د «رحم سرطان» ۳۰ سلنه زیات شوی

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر سرطان ناروغي د اخته کېدونکو مېرمنو د شمېر زیاتېدو سره هم‌مهاله وايي، سږ کال د «رحم سرطان» د تېر هغه په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې مسوول احمدفاروق صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې د «رحم سرطان» د پېژندنې برخه کې کمزورتیا د دې ناروغي د زیاتېدو لامل شوې ده.

غور کې خونړيو سېلابونو د دیارلس کسانو ژوند اخیستی

د غور محلي مسوولان وايي، پرون (د غويي ۲۸مه، د جمعې ورځ) په دغه ولایت کې خونړي سېلابونه راغلي چې له کبله یې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، یاد کسان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مړه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو په بغلان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په بغلان کې د راوتلو سېلابونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. بله‌خوا په بغلان کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

په تخار کې سېلابونو د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی او ۱۵ نور ورک دي

د تخار محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې راغلیو سېلابونو لسګونه سیمې ویجاړې کړي چې له کبله یې شل کسانو ژوند بایللی او پنځلس نور هم ورک شوي دي.
د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس احمدسیر ساجد وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله لږترلږه شل کسان مړه شوي دي.

هېواد کې د وروستیو څلورو ورځو اورښتونو د ۲۹ کسانو ژوند اخیستی

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو د شنبې په ورځ سلام‌وطندار ته وویل چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي.

کندهار کې د کورونو نړېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي

په کندهار کې د تېرو پرله‌پسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.

هلمند کې د کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ د څلورو غړیو ژوند یې اخیستی

د هلمند ځایي مسوولان وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په خرابي سيمه کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او له کبله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامل دي.

قاري برکت‌الله سلیم ومړ

د افغانستان نوموتی حافظ قاري برکت‌الله سلیم ومړ.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، برکت‌الله سلیم پنځه کلن و چې د قرآنکریم تلاوت یې پیل او په اته کلنۍ یې ټول قرآن حفظ کړی و.
نوموړي د قرآنکریم د حسن‌ قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په دولسو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او اته ځله یې لومړی مقام ګټلی دی.

د دایکندي د احصایې او معلوماتو د رییس موټر رغړېدلی او دی په‌کې مړ دی

د دایکندي محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمدالهام اغا په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د دوی په وینا، دا ټرافیکي پېښه پرون (د لیندۍ یوولسمه، د شنبې ورځ) د دایکندي په پاتو ولسوالي کې شوې ده.