![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/GI8DU62X0AAebQe-300x200.jpg)
دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ پر مرکزونو مو بریدونه کړي
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت وايي چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.
د دفاع وزارت نن دوشنبه، کب ۲۹مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.