Asset 1SWN

د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو بندېدل؛ د ورځې څلور لکه ډالره زیان اوړي

بندر-کراچی-qfr4rc93l6xzmns25uwid36qwg1011vc6279s262dk

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ۳۰۰۰ کانټینره سوداګریزو توکو له بندېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو کانټینرونو په بندېدو سره افغان سوداګرو ته هره ورځ څلور لکه ډالره زیان اوړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب‌الله ساپی وايي: «د پاکستان د سوداګرۍ خونې ویلي و چې د دغو کانټینرونو د پرېښودو لپاره به نوی مکتوب صادروي، خو تر اوسه دغه کار نه‌دی شوی. هغه زیان چې هره ورځ موږ ته رسېږي، د کمریج او ډیټنشیل جریمه ده. له همدې کبله موږ د ورځې د ۳۰۰۰ کانټیرونو څلور لکه ډالره جریمه ورکوو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې هغه افغان سوداګر چې سوداګریز توکي یې د کراچۍ بندر کې درېدلي، وايي چې د توکو په بندېدو سره ورته د پام وړ مالي زیانونه اوړي. یو افغان سوداګر زلمی چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې ۳۰ کانټینره سوداګریز توکي یې د کراچۍ بندر کې پاتې دي وايي، په یاده موده کې یې ټوله پانګه له لاسه ورکړې ده.

دغه افغان سوداګر زیاتوي: «د ورځې لږترلږه ۱۳۰۰ ډالره جریمه ورکوم. دا پیسې تاسې وشمېرئ چې په یوه میاشت کې څومره کېږي. یو سوداګر په دغه کار سره خپله ټوله پانګه له لاسه ورکوي. له پاکستان سره سوداګري ډېره بې‌باوره شوې، نور هېڅ سوداګر زړه نه ښه کوي چې په پاکستان کې سوداګري وکړي.»

یو بل افغان سوداګر عبدالباقر وايي: «ژمنه یې کړې وه چې ستاسو کانټینرونه به پرېږدو، خو موږ یې تر اوسه پایله نه‌ده لیدلې. دا ستونزه باید ژر حل شي؛ ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ دېوالي کېدو لامل کېږي.»

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، پاکستان د افغان سوداګرو له سوداګریزو توکو د ډکو کانټینرونو د پرېښودو لپاره پر یوه مشخص میکانیزم کار کوي چې پر بنسټ به یې یاد کانټیرونه په تدریجي ډول افغانستان ته را پرېښودل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: «که ټولو کانټینرونو ته یوځای اجازه ورکړي، ګډوډي او ستونزې جوړېږي. د همدې لپاره هغوی پر یوه مشخص میکانیزم کار کوي، څو د ورځې ۳۰۰ یا ۴۰۰ کانټیرونه را وارد شي؛ ځکه یې تر اوسه حرکت نه‌دی کړی. ښايي په راتلونکو ورځو کې دا لړۍ پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څو ورځې وړاندې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د را پرېښودو په اړه له پاکستاني چارواکو سره هوکړې ته رسېدلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام