د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه لرې پراته کلي کې، د خاورو پر سړکونو هره ورځ یوه ۴۰ کلنه ښځه د موټر شټرنګ تر شا کېني او له همدې لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې برابروي.
د هغې نوم سایره دی، هغه ښځه چې موټر چلول یې یوازې مسلک نه، بلکې د یوې کورنۍ د ژوندي ساتلو او د برخلیک پر وړاندې د درېدو وسیله ده.
سایره درې کاله کېږي چې موټر چلوي. هغه د اوو لوڼو او زامنو مور ده او سرپرستي یې پر غاړه لري.
د کلي اوسېدونکو هغه نه یوازې د موټرچلوونکې په توګه، بلکې د ښځو د مشرې په توګه هم ټاکلې ده، داسې ښځه چې د خلکو په وینا، زړورتیا او وړتیا یې د ستاینې وړ ده.
«په ډېرې سختۍ مې دوه موټر واخیستل او مېړه مې هېڅ مرسته ونه کړه، مېړه مې بېکاره دی او له لاسه یې هېڅ کار نه کېږي. زه اړ شوم چې خپله لاس په کار شم او موټر چلول پیل کړم.»
هغه زیاتوي چې مېړه یې نه د کار فرصت پیدا کاوه او نه یې د ژوند پر چارو پام درلود، همدا لامل شو چې خپله اقدام وکړي.
هغې له بانک څخه پور واخیست او لومړی موټر یې واخیست چې وروسته یې یوې ادارې ته په کرایه ورکړ، څو د میاشتني عاید له لارې د ژوند لګښتونه برابر کړي.
خو دا یوازې د لارې پیل و. ورو ورو هغې خپله هم له موټر چلولو سره مینه پیدا کړه، هغه مینه چې د هغې لپاره د خپلواکۍ مانا لرله.
هغه وتوانېده د لومړي موټر له عوایدو دویم موټر هم واخلي، هغه موټر چې اوس خپله د هغه شټرینګ تر شا ناسته ده.
«د دې موټر د اخیستو لپاره مې هېڅ نغدې پیسې نه لرلې، اړ شوم چې د خپل نوم، د خپلو ماشومانو او حتی د خپلو خورزو او ورېرو په نوم له بانکه پور واخلم او دا موټر واخلم.»
خو ژوند تل په سایرې مهربان نه وو. دې ښځې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړي، هغه ماشومان چې د ناروغۍ پر مهال، د کلي او ښار ترمنځ د اوږد واټن او روغتون ته د ژر لېږد د اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې ساه ورکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دا چې ما موټر چلول نه شوای کولای او موټر مې نه درلود، زما ماشومان مړه شول؛ که مې له مخکې موټر چلول زده وای، نن به مې دوه ماشومان ژوندي وای.»
هغه کلی چې سایره په کې ژوند کوي، له شبرغان ښار څخه څو ساعته واټن لري، همدغه واټن هغې دې ته وهڅوله چې موټر چلول زده کړي، ځکه نه غواړي بله کومه مور د روغتون ته د ماشوم د نه رسېدو له امله د اولاد له لاسه ورکولو درد تجربه کړي.
سایره دامهال ګڼ کاري قراردادونه لري او په عین وخت کې ښځې او سړي خپلو ټاکلو ځایونو ته رسوي، خو د کار په لومړیو ورځو کې له مخالفتونو سره هم مخ شوې ده.
«کورنۍ او مېړه مې اجازه نه راکوله چې موټر وچلوم؛ ویل به یې ښځه څوک پرېږدي چې موټر وچلوي؟ مېړه مې په سختۍ وویل چې دا کار باید پرېږدم؛ خو ما پر ځان باور درلود او مقابله مې وکړه.»
سایره وایي، د خلکو غبرګونونه بېلابېل دي.
ځینې نارینه چې موټر ته وخېژي، په حیرانتیا وایي: «ښځینه چلوونکې؟» ځینې یې هڅوي او ستایي، خو ځینې نور په کنایو او سپکو خبرو یې زړه خوږوي.
اوس ډېری ښځې چې سایره په سړکونو ویني، له موټر چلولو سره مینه پیدا کوي. څو ښځو ترې غوښتنه کړې چې د موټر چلولو کورس ورته جوړ کړي؛ غوښتنه چې اوس د سایره په هیله بدله شوې ده.
«که اجازه راکړل شي، غواړم ښځې خپله موټر وچلوي او د چا محتاجې نه وي. زه له ښځو ملاتړ کوم چې هره ښځه موټر چلول زده کړي. هیله لرم چې په راتلونکې کې هم دا کار ته دوام ورکړم او له دفترونو سره قراردادونه ولرم.»
سایره ښایي یوازې یو موټر ولري، خو هیلې او خوبونه یې لوی دي، داسې خوبونه چې که لاره ورته پرانیستل شي، کولی شي د ګڼو ښځو د ژوند لاره بدله کړي.


