سره له دې چې د مېړه انتخاب د ښځو له حقونو او امتیازونو څخه بلل کیږي، خو یوشمېر ښځې چې ګډ ژوند څخه یې کلونه تیریږي وايي، د خپل مېړه انتخاب کې یې هېڅ رول نه دی لرلی او کورنۍ یې دغه پرېکړه نیولې.

دغه ښځې ټینګار کوي چې د خپلې کورنۍ د پرېکړې له منلو پرته یې بله لار نه‌درلوده.

د کابل اوسېدونکې ۲۷ کلنه شیلا سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، له دواده یې ۹ کاله تیریږي، خو د مېړه په انتخاب کې یې رول نه درلوده.

«ما د خپل مېړه په انتخاب کې هېڅ حق نه درلود. کورنۍ مې خپله انتخاب کړ او که مې مخالفت هم کړی وی، بیا به یې هم نه منله، ځکه ویل به یې چې موږ ستا د راتلونکې په اړه تر تا ښه پرېکړه کولی شو. د واده مراسم هم د خپلوانو په خوښه ترسره شول.»

د کابل د پغمان ولسوالي اوسېدونکې ۲۰ کلنه فاطمه وایي، په ۱۶ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ په خوښه واده شوې او سره له دې چې دغې پرېکړې سره مخالفه وه، خو کورنۍ یې ارزښت نه دی ورکړی.

هغې څرګنده کړه: «زه چې ۱۶ کلنه وم واده مې کړ. نه یې زما نظر وپوښت او نه مې خوښ و. زموږ په کورنۍ کې هېچا ته دا حق نشته چې د پلار او مور د خبرو پر خلاف څه ووایي. زه وړه وم، نه پوهېدم چې د واده مانا څه ده او تر اوسه نه یم خبر چې زما مهر څومره ټاکل شوی و.»

بل لور ته، یو شمېر دغه مېرمنې وايي، سره له دې چې له ګډ ژوند یې کلونه تېر شوي، خو لا هم د مېړه کورنۍ او هغې ترمنځ جنجالونه دوام لري او د هغې لپاره یې ژوند سخت کړی دی.

د کابل اوسېدونکې ۲۴ کلنه دیانا او د کاپیسا اوسېدونکې ۲۵ کلنه عایشه وایي، سره له دې چې د کورنۍ له لوري یې د مېړه د انتخابولو پرېکړې سره مخالفت کړی وو، خو خبره یې نه ده اورېدل شوې او دغه مسله د دوی لپاره په جدي ننګونې بدله شوې ده.

«زما له واده پنځه کاله تېرېږي او یوازې یو زوی لرم چې څلور کلن دی. د پلار په غوښتنه مې کله چې تازه له ښوونځي فارغه شوې وم، د خپل خاله‌زوی سره واده وکړ، زه راضي نه وم، خو د پلار او ورور پر ډېر ټینګار چې ‘له دې هلکه به ښه پیدا نه‌کړې’، واده ته اړه شوم. ډېره مې مخالفت وکړ، ځکه دا مې هیله وه چې تر مکتب وروسته پوهنتون ته لاړه شم، خو ګټه یې ونه کړه. اوس چې مې پنځه کاله له واده تېر شوي، لا هم خوشحاله نه یم، زموږ ترمنځ تل شخړې او اختلافونه وي، ډېری وخت مو نظرونه سره نه جوړېږي، نه پوهېږم دا ژوند به تر پایه څنګه دوام وکړي.»

«ما د خپل ژوند د ملګري په انتخاب کې هېڅ رول نه درلود او مخالفت مې هم ونه‌کړ، ځکه که مې مخالفت کړی وی، کورنۍ به مې نه وی منلې. د واده د مراسمو او د مهر د ټاکلو پر مهال هم زما څخه پوښتنه ونه شوه، مشرانو خپله پرېکړه وکړه. دا حق نجونو ته نه ورکول کېږي. کورنۍ دا فکر کوي چې نجونې نشي کولای سمه پرېکړه وکړي، نو ځکه د ژوند د ملګري د انتخاب حق ترې اخلي.»

د بادغیس اوسېدونکې ۲۵کلنه پروانه وايي، د کورنۍ په خوښه یې کله چې لسم ټولګي کې وه، واده کړی. دې وویل، هغه مهال یې د مېړه انتخاب حق په اړه هېڅ پوهاوی نه درلود.

«شاوخوا څلور کاله کېږي چې واده مې کړی. هغه وخت چې د واده پرېکړه وشوه، زه د ښوونځي لسم ټولګي زده‌کوونکې وم او په دغو خبرو چندان نه پوهېدم چې د ژوند د شریک انتخاب زما حق دی، په ځانګړي ډول هغه حق چې شریعت او قانون راته راکړی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا، د ښځو حقونو فعاله تفسیر سیاه‌پوش او په مستعار نوم حقوق‌پوهه حدیثه وایي، افغانستان کې له کلونو راهیسې په کورنیو کې یو ناسم دود رواج شوی چې د خپلو لوڼو په واده کې د هغوی نظر ته پام نه‌کوي. دوی وویل، دغه وضعیت اوس د ښځو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

«له بده‌مرغه، پخوا به له نجونو پوښتنه نه‌کېده چې دوی څنګه خپل د ژوندی ملګری یا مېړه انتخابوي. د افغانستان په فرهنګ کې کورنۍ هېڅکله دا نه خوښوي چې د نجونو نظر واخلي. خواشینونکې دا ده چې دغه مسله اوس یو دود شوی او ټول یې مني. خو دا خپله د تاوتریخوالي یوه بڼه ده. باید پرېښوول شي، هغه څوک چې واده کوي خپله دې د خپل راتلونکي ژوند ملګری انتخاب کړي، څو یو ښه او باثباته ژوند ولري.»

«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د مدني قانون له مخې، رضايت د نکاح یو اساسي رکن بلل کېږي. د دغه اساسي رکن مانا دا ده چې دواړه لوري باید بشپړ رضايت ولري. که د نکاح پر مهال د دواړو لوریو یا له یوه لوري رضايت نه وي، دا نکاح له اساسه باطله ده. نو له همدې امله، د دواړو خواوو رضايت، هم شرعاً او هم قانوناً، یو ضروري او حتمي شرط دی.»

دې سره، ارواه‌پوه شرف‌الدین عظیمي وايي، هغه کورنۍ چې د واده مسله کې د خپلو لوڼو پرېکړې ته درناوی نه کوي او خپله دغه پرېکړه نیسي، خپلې لوڼې راتلونکې کې رواني ستونزو سره مخ کوي.

«له بده‌مرغه، د ۲۰۲۱ کال د یوې څېړنې له مخې، په دودیزو ټولنو کې ۶۰ تر ۷۰ سلنه ښځې په خپلو پریکړو کې، په ځانګړي ډول د واده په حق کې، واک نه ورکول کیږي. دا حالت د دوی د خپګان خطر درې چنده زیاتوي او د اضطراب خطر دوه چنده لوړوي. هغه نجونې چې په دې برخه کې د خپلې کورنۍ له خوا خپلواکي لري، وضعیت یې توپیر لري. خو هغه کورنۍ چې نجونو ته د پرېکړې خپلواکي نه ورکوي، هغوی ته دا ستونزې رواني اختلالات رامنځ او د ژوند رضايت یې هم راټیټوي.»

په همدې حال کې دیني عالم قطب‌الدین مجتهد وايي، په اسلامي ښوونو کې نارینه او ښځه دواړو ته د ژوند د ملګري په انتخاب کې مساوي حق ورکړل شوی او کورنۍ حق نه‌لري چې په زوره خپلو لوڼو ته کوم کس انتخاب کړي.

«اسلام کې نارینه او ښځه دواړه په خپل ژوند کې د ملګري په انتخاب کې آزاد دي. هلک هم کولای شي چې ښکلا، اخلاقو، تربیې او نسب ته په کتو سره یوه نجلۍ انتخاب کړي. همدارنګه نجلۍ هم حق لري چې خپل د ژوندی ملګری انتخاب کړي. اسلام دوی ته دا حق ورکړی چې له واده مخکې یو بل وپيژني او خپل شرایط مطرح کړي. که چیرې کورنۍ په دې برخه کې مداخله کوي، قانون یې ردوي او په حقیقت کې د اسلامي قانون مهم اصل تر پښو لاندې کوي.»

که څه هم اسلام او انساني ارزښتونو کې د ښځو او نارینه‌وو لپاره د ژوند د ملګري د انتخاب برابر حق ورکړل شوی، خو د ناسمو کلتوري دودونو له امله افغانستان کې ډېری ښځې د دې ناسم وضعیت قرباني کېږي.

دوی سره له دې چې کلونه کلونه ګډ ژوند کوي، خو ګڼو ستونزو سره مخ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام