یو شمېر ښځې د امیندوارۍ دورې له پایته رسېدو او د لومړي ماشوم له زېږون وروسته خپګان سره مخ کيږي.

له زېږون وروسته خپګان، یوه معمول ناروغي ده، خو ډېرې داسې مېرمنې شته چې د دغې ناروغي په اړه مالومات نه‌لري او یادونه یې د شرم وړ موضوع بولي.

د هرات اوسېدونکې ۲۸کلنه زهرا چې څلور میاشتې وړاندې یې لومړی ماشوم زېږېدلی، سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، په ډېره مینه د خپل ماشوم زېږېدو ته په تمه وه، خو له زېږون وروسته، ژورو رواني بدلونونو سره مخ شوې ده.

هغې وویل: «احساس مې کاوه چې ما هېڅ کوم کار یا موضوع نه شي خوشاله کولی، کله به مې ژړل، بې‌خوبه شوې وم او دې احساس چې زه ښه مور نه یم، ډېره ځورولم.»

هرات کې یوه بله مور یلدا هم ورته تجربه لري. هغه چې د خپلې لور له زېږېدو وروسته ژور خپګان سره مخ شوې وايي، دومره به خپه وه چې د خپل ماشوم غلي کولو لپاره وس یې نه درلود.

هغې زیاته کړه چې: «چا باور نه کاوه چې زه خپګان لرم. کور کې ټولو ویل چې زه د مور دنده په ښه توګه نشم ترسره کولی. ډېری وخت به مې خوښې زما لور غلې کوله، ډېر بد حس مې درلوده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې هرات کې د نسايي ولادي برخې ډاکټره لیلا احمدي وايي، له زېږون وروسته خپګان، د ښځو ترمنځ عام اختلالات یا یوه عامه ناروغي ده چې مهم لامل یې ناغوښتل شوې اومیندواري او له کوروالي څخه نارضایتي بلل کیږي.

هغې وویل: «له زېږون وروسته خپګان داسې یو حالت دی چې نښې یې غم، خپګان او ژړا ده. تر ټولو مهم لامل یې دا دی چې مور پخوا رواني اختلالات ولري، اومیندواري یې ناغوښتل شوې وي، اقتصادي وضعیت یې مناسب نه‌وي، له کوروالي رضایت ونه‌لري.»

دې سره، ارواه‌پوه بنفشه محبي وايي، له زېږون وروسته د میندو رواني روغتیا ته نه پام کول کولی شي د ماشوم په عاطفي او ذهني ودې پراخې اغېزې ولري.

هغې زیاته کړه چې: «ښايي د ماشوم عاطفي او رواني وده ټکني او یا ځنډنۍ شي او د ماشوم په ژبې او پېژندنې حس اغېز ولري. راتلونکې کې یې په چلند کې د ستونزو پېښېدو خطر شته. جسمي او ذهني ستونزې به ولري، شاید ان د مور په شیدو تغذیه کې ستونزې ولري.»

د یادونې ده چې له زېږون وروسته د خپګان نښو په اړه د پوهاوي پروګرامونو په رامنځ ته کولو، د رواني درملنې خدمتونو په برابرولو او د میندو په ټولنیز ملاتړ سره کېدی شي، ترڅو ښځې له زېږون وروسته په خپګان اخته نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام