د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۱۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغه مېرمنې د خپلوۍ پاللو، د کورنۍ او مالي اختلافونو د حل او یا هم له ستونزو څخه د تېښتې لپاره د خپلې کورنۍ مشرانو له لوري په کوچني‌والي کې د بل په نوم شوي.

موندنې ښيي چې دغه نجونې د بلوغ دورې ته له رسېدو وروسته مجبوره وې داسې یو چا سره واده کول قبول کړي چې هېڅ رول په کې نه‌لري.

دوی وايي، کله چې کوچني‌توب کې د بل په نوم شوې، اصلآ د واده په مفهوم نه پوهېدې او دغه کار لامل شوی چې په ځوانۍ کې په خپله خوښه د واده کولو چانس له لاسه ورکړي او داسې یو واده ته غاړه کېږدي چې نه دوی او نه یې مېړونو په کې رول درلودلی.

له یادو ۱۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د بل په نوم کېدو تر ټولو کم عمر ۳ کاله او تر ټولو ډېر هم ۱۰ کاله دی.

د دغو ښځو د بل په نوم کېدو اوسط له ۶ تر ۷ کالو دی؛ کوم عمر چې ماشومې او ماشومان د لومړنیو زده‌کړو پړاو کې دي او د واده په مفهوم اصلآ نه پوهېږي.

د بادغیس د اب‌کمري ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۵ کلنه رخشانه وايي، په درې کلنۍ کې د خپل د تره زوی په نوم شوې او د هغې له رضایت پرته واده شوې.

هغه زیاتوي چې د کورنۍ د پرېکړې پر وړاندې یې د مخالفت حق نه درلود او کله چې بلوغ ته ورسېده، د پخوانۍ ژمنې له مخې واده کولو ته مجبوره شوه.

«په کوچنیوالي کې کله چې درې کلنه وم، پلار مې زه د تره زوی ته په نوم کړې وم. زه کوچنۍ وم او هېڅ نه پوهېدم. دا پرېکړه پلار مې وکړه او د کورنۍ نور غړي هم پرې خوشحاله وو. پلار مې ژمنه کړې وه چې که لور پیدا کړي، لور به د خپل ورور زوی ته ورکوي او زه یې د خپل ورور زوی ته ورکړم. کله چې مې دا خبره واورېده، ډېر خپه شوم.»

همدارنګه ۲۰ کلنه زرمینه د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او اوس د درېیو ماشومانو مور ده. هغه وايي چې په لس کلنۍ کې د کورنۍ شخړې د ختمولو لپاره د خپل د تره‌زوی په نوم شوې او په زوره واده پرې منل شوی وو.

«زه لس کلنه وم چې پلار او مور مې پرېکړه وکړه چې ما د تره زوی ته په نوم کړي. کله چې پوه شوم چې د چا په نوم شوې یم، پلار او مور مې راباندې فشار راووړ چې رضايت وښیم. دا پرېکړه د پلار او تره مې وه، ځکه چې د میراث پر سر یې شخړه لرله. دوی غوښتل چې زما په واده سره د پلار او تره ترمنځ ستونزې حل شي، خو برعکس؛ ستونزې لا پسې ډېرې شوې.»

دې سره، یو شمېر هغه ښځې بیا چې په کوچنیوالي کې د بل کس په نوم شوي وایي، له واده وروسته هم د مېړه په کور او ژوند کې له سختو او فشارونو سره مخ شوي.

۲۸ کلنه زرغونه د تخار د «آق‌مسجد» سیمې اوسېدونکې ده او له واده یې دولس کاله تېرېږي.

هغه په ۹ کلنۍ کې د پلار په غوښتنه د خپل د تره زوی په نوم شوې. هغې وویل، له واده وروسته ژوند ورته له فزیکي او رواني تاوتریخوالي ډک وو.

«زه له ډېر فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ شوې یم، ځکه هېڅ زړه مې نه وو. مېړه مې تل پر ما شک کاوه، نه یې درس راباندې ویلو او نه یې کار ته پرېښودم. مالي ستونزې هم ډېرې وې. دوی غوښتل د کورنۍ اړیکې وساتي. که مې اختیار لرلی، هېڅکله به مې دا واده نه و منلی او غوښتل مې چې په خپلې خوښې واده وکړم، خو امکان یې نه درلود.»

۲۸ کلنه لینا د کندز د خان‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکې ده او وايي چې د خپلوۍ پاللو او د کورنۍ د ژمنې د پوره کولو له امله یې د خپل تره زوی سره واده ته غاړه ایښې؛ داسې واده چې ‌تفاهم په کې نه وو او جدي ستونزې یې درلودې.

«دا پرېکړه د کورنۍ د عزت ساتلو لپاره په ما منل شوې، دا د کورنۍ ژمنه وه. ژوند کې مو ډېرې ستونزې وې، ځکه موږ یو د بل په وړاندې هېڅ احساس نه درلود او آن متقابل احترام هم کم وو. کله چې نورې جوړې وینو، ډېر بد احساس کوو.»

د بل په خوښه واده، له واده وروسته تاوتریخوالی او ګډ ژوند کې د مینې او تفاهم نشتوالی د دغو ښځو د اندېښنو او ستونزو یوه برخه ده.

مرکه‌شوې ښځې زیاتوي چې د انتخاب حق ترې اخیستل شوی او د دوی په خوښه کس سره د واده کولو فرصت نه دی ورکړل شوی.

۲۹ کلنه یلدا د هرات اوسېدونکې او اوس د یوه ماشوم مور ده.

هغه وايي، دا چې له بلوغ وړاندې د بل په نوم شوې او په خپل رضایت یې واده نه دی کړی، نه ده توانېدلې له خپل ګډ ژوند سره ځان عیار کړي.

«که د کورنۍ فشار نه وی او اجازه یې راکړې وی چې تر بلوغ وروسته مې خپله پرېکړه نیولې وی، ما به هېڅکله له هغه سره واده نه وو کړی چې په نوم یې وم. که په بلوغ کې د واده او کوژدن کولو پرېکړه وشي، دا به غوره وي.»

په دې راپور کې له دوو هغو میندو سره هم خبرې شوي چې خپلې کوچنۍ لوڼې یې له ماشومتوبه د چا په نوم کړې وې او اوس دواړه پښېمانې دي.

د کاپیسا اوسېدونکې ۶۰ کلنه امینه چې کوچنیوالي کې یې خپله لور د یوه کس په نوم کړې وه، د خپل د مېړه او د مېړه د کورنۍ د غوښتنو پر وړاندې د نه‌درېدلو له امله پښېماني څرګندوي او د خپلې لور د ناآرامه ژوند له امله خفه ده.

«په کوچنیوالي کې مې د بل په نوم کړه او تر نن ورځې پورې راضي نه دي. تل جنجال او خفګان وو د هغوی ژوند په خوښۍ نه دی تېر شوی. موږ د بې‌سوادۍ او ناسم فرهنګ له امله دا تېروتنه وکړه.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښځو د حقونو فعالان وايي چې له بلوغ وړاندې د نجونو د بل په نوم کول له هغوی د واده د انتخاب حق اخلي او پر ژوند یې منفي اغېزې لري.

د هغوی په وینا، دا ډول پرېکړې نه یوازې ښځې له زده‌کړو او فردي خپلواکۍ بې‌برخې کوي، بلکې د دوی شخصي هدفونه او وړتیاوو هم محدودوي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا روفي وايي: «که یوه نجلۍ په جبري توګه واده شي او د ګډ ژوند ستونزې وزغمي، دغه واده لامل کېږي چې راتلونکی نسل هم همدغه دود ته دوام ورکړي او له وخت وړاندې واده له نجونو د راتلونکي د انتخاب حق اخلي. هغوی له فکري بلوغ مخکې د پرېکړې ځواک له لاسه ورکوي.»

ارواپوهان هم ټینګار کوي چې په ماشوم‌توب کې د بل په نوم د نجونو کول له هغوی څخه د پرېکړې فرصت اخیستل، جدي پایلې لرلی شي او د رواني اختلالاتو، د علاقې کمېدو او د ټولنیزو زیانونو لامل کیږي.

ارواپوه محمدالله بلوچ وايي: «اجباري وادونه نه یوازې د ښځو پر روغتیا، بلکې د نارینه‌وو پر رواني سلامتۍ هم بد اغېز کوي. د دې لومړنۍ پایله خپګان او د مېړه او ښځې په اړیکو کې د علاقې کمښت دی او کله ناکله د غوصې د زیاتېدو او اختلال لامل هم کېږي.»

همدارنګه، یو شمېر ټولنپوهان د ناغوښتل شوو وادونو په ناوړه اغېزو ټینګار کوي او وایي چې دا د هغو دودیزو تېروتنو تکرار دی چې په پرمختللو ټولنو کې هېڅ ځای نه‌لري.

ټولنپوه راشد صدیقي وايي: «ځینې ناوړه رسمونه شته چې ډېرې کورنۍ خپل ماشومان د بلوغ نه مخکې د بل په نوم کوي، آن د دې نه مخکې چې ماشوم نړۍ ته راشي او جنسيت یې څرګند شي، په یوه ډول یې نامزادوي. دا وضعیت د ټولنپوهنې له بېلابېلو اړخونو زیان رسوونکی دی او آن د ټولنې پر خوندیتوب هم اغېز کولی شي، ځکه چې دا رسم او رواج له انساني او ټولنیز نظره مردود دی.»

دې سره، یو شمېر دیني عالمان هم وایي چې په ماشومتوب کې د واده یا نامزدۍ پرېکړه د شریعت له نظره د سپارښتنې وړ نه ده.

دیني عالم عطاالحق انس وايي چې که څه هم په بېلابېلو مذاهبو کې فقهې نظرونه سره توپیر لري، خو د دین له نظره د داسې عمل ترسره کولو سپارښتنه نه کیږي.

«د اخلاقو او انساني کرامت له نظره، اسلامي اصول، لکه څنکه چې مونږ پرې پوهېږو واده کې د دواړو لورو رضایت مهم دی. قرآن کریم فرمایي چې د هغو ښځو د واده مخه مه نیسئ چې له هغو سړیو سره واده کول غواړي چې پرې راضي وي. که دواړه لوري راضي وي، نو د نجونو په واده کې جبر او د رضایت پرته پرېکړه د اسلامي او انساني کرامت له روحیې سره په ټکر کې ده. په لنډ ډول، اسلامي اصولو کې د نابالغه نجونو او هلکانو کوژدن کول او واده کول د منلو وړ کار نه دی او شرعا سپارښتنه یې نه کیږي.»

مونږ هڅه وکړه چې د کورنیو د پوهاوي په برخه کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو بریالي نشو.

د یادونې ده چې یوشمېر افغان کورنۍ اوس هم د خپلو اولادونو د وادونو پرېکړې د ناسمو رسم او رواجونو او د کورنیو د خوښې پر بنسټ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام