د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ګروپ پړاو سیالۍ بېګاه شپه پای ته ورسېدې او نن شپه د یاد نړیوال جام «ناکاوټ» یا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو په دوو لوبو سره پیلېږي.
د ۱۶ غوره لوبډلو د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به امریکا د نیدرلنډ پر وړاندې لوبه وکړي.
امریکا ایران لوبډلې ته په ماتې ورکولو او انګلستان او ویلز لوبډلو سره د سیالیو په مساوي کولو سره د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې ده.
بلخوا نیدرلنډ بیا د نړیوال جام کوربه قطر او سینګال مات کړل او ایکوادور سره یې لوبه مساوي کړه چې په اوو امتیازونو یې له خپل ګروپ څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه دې پړاو ته لاره پیدا کړه.
همداراز د نن شپې په بله لوبه کې به ارجنټاین له اسټرالیا سره لوبه وکړي. د لیونل مسي لوبډلې که څه هم روان نړیوال جام ښه پیل نه کړ، خو وروسته یې ښې لوبې وکړې او ۱۶ غوره پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
ارجنټاین خپل ګروپ پړاو سیالیو کې له سعودي عربستان ماته وخوړه او پاتې دوو لوبو کې یې پولنډ او مکسیکو ته ماته ورکړه او د جدول د سر لوبډلې په توګه یې دې پړاو ته لاره وموندله.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
اسټرالیا لوبډلې بیا د نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو کې ډنمارک او ټونېس لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دې پړاو ته لاره کړې ده.