Asset 1SWN

صدیقي: ښايي طالبانو د شوروي يرغل پرمهال له هغوی ډېر د سړک غاړې ماینونه کارولي وي

Sediqi-1-oxkuu5mnd3p50uxvpbm7zsbgmmfyk92c0s3cz74wpg

 

د وروستيو ناامنیو ډېرېدو او د سړک غاړې ماينونو د چاودنو له کبله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې ډېرېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ښايي طالبانو د شوروي يرغل پرمهال له هغوی ډېر د سړک غاړې ماینونه کارولي وي.

د ارګ وياند صديق صديقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، طالبانو په دې وروستیو کلونو کې د افغانانو د وژلو اوعامه تاسیساتو، پلونو، واټونو او لویو لارو د ویجاړولو په موخه د سرک غاړې ماینونه بې‌باکه کارولي دي.

د ارګ دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په تېره يوه مياشت کې ډېری عام وګړيو ته مرګ‌ژوبله د سړک غاړو ماينونو کې اوښتې ده.

د بښنې نړيوال سازمان هم تېره اوونۍ يوه راپور کې وويل چې تېره مياشت افغانستان کې ملکيانو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه.

يوناما هم په يوه راپور کې ويلي و چې په تېرو ۹مياشتو کې د ملکيانو ۲۱ سلنه مرګ‌ژوبله د سړک غاړې ماينونو له کبله وه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام