Asset 1SWN

کندهار کې د شیخ‌‌هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې امنیتي غونډه شوې

N2YwMzAzgiVe

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.

په دغه ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه اورېدل شوي او ورته د اجرأتو او کاري استقامتونو په برخو کې اړینې لارښوونې شوي او د لا ښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه اړینې پرېکړې شوي دي.

د اسلامي امارت مشر او د سرپرست حکومت امنیتي چارواکو ترمنځ دغه غونډه داسې مهال ترسره کیږي چې یوشمېر هېوادوالو د اختر ورځو کې د امنیت پر تامینولو ټینګار کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې کندهار کې د ملا هبت‌الله اخندزاده او د سرپرست حکومت د امنیتي چارواکو تر غونډې وړاندې د اسلامي امارت مشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه دغه پیغام کې د الله تعالی د شریعت پر پیروي، د یووالي پر ساتلو، د امنیت پر قدر کولو او د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام