Asset 1SWN

په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین دویم کمپاین پیل شو

polio-vaccine-pakistan

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د اړوندو نړیوالو ادارو په همکارۍ یې روان میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دویم ملي فرعي کمپاین نن پیل کړ.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د کب۶) یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین د هېواد په مرکزي، سویلي، ختیځو، لویدیځو، سویل ختیځو او شمال ختیځو حوزو کې په ۱۶ ولایتونو (کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس) کې د فبروري میاشتې له ۲۴مې تر ۲۶مې تطبیق کیږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۶.۳ میلیون ماشومان واکسین کیږي. د عامې روغتیا وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې: «د یادونې ده چې دغه کمپاین به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند او کندهار ښار کې د فبروري تر ۲۷مې د څلورو ورځو لپاره تطبیق شي.»

اعلامیه کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست نورجلال جلالي په خبره ویل شوي چې: «دغه وزارت ژمن دی چې د خپلو متحدانو په همکارۍ افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه یوسي، مونږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړو، ترڅو خپلې موخې ته چې د ټول هېواد په سطحه د پولیو ناروغۍ محوه کول دي، ورسېږو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له دیني عالمانو، قومي مشرانو، پلرونو، مېندو او د ټولنې له نورو بانفوذه کسانو غوښتي چې له واکسیناتورانو ملاتړ وکړي «څو هغوی د پولیو له منځه وړلو کې برخه واخلي او د خپلو ماشومانو روغتیا خوندي کړي.»

افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي تراوسه په کې له منځه نه ده تللې. د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د کب په ۳مه د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه بادغیس ولایت کې ثبت شوه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام